د امریکا او اسرائيلو په تپلي جنګ کې مو سټراټیژیکه بریاترلاسه کړې
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل؛په وروستي جنګ کې مو د امریکا او صهیونیسټي رژیم په وړاندې سټراټیژیکه بریا ترلاسه کړه، البته باید د میدان نتیجې د مذاکراتو له لارې تثبیت شي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ د ایران د حکومتي ټلوېژني چینل خبر په ځانګړي پروګرام کې وویل؛میدان او ډیپلوماسي په یوه لوري حرکت کوي، او د ډیپلوماسۍ دنده دا ده چې د میدان لاسته راوړنې تثبیت کړي.
هغه زیاته کړې ده ؛د ایران د وسلهوالو ځواکونو لاسته راوړنې د ډیپلوماسۍ له لارې تثبیتېږي او نړیوال رواوالی ترلاسه کوي. دغه مشروعیت په نړیواله کچه مطرح کېږي او د ایران د خلکو په حقوقو بدلېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ؛نړۍ د ایران خلک د اتلولۍ او مقاومت د سمبول په توګه پېژني. ایران د څلوېښتو ورځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستر ظاهري قدرت پر وړاندې ودرېد او په عین وخت کې ئې د بل پوځ تر څنګ مقاومت وکړ. دواړه مقابل لوري په پرمختللو وسلو، حتی ایټمي وسلو، سنبال وو. مونږ د مقابل لوري د اهدافو د تحقق مخه ونیوله او یوه سټره سټراټیژیکه بریا مو ترلاسه کړه. طبیعي ده چې له داسې بریا وروسته باید د یوه تړون یا تفاهم له لارې تثبیت شي.
عباس عراقچي خبرې اترې او ډیپلوماسي د میدان یوه برخه وبلله او وې ویل؛لا تر اوسه پورې هېڅ تړون نه دی لاسلیک شوی او د ایران د خلکو بریا باید تثبیت شي.
هغه همدارنګه د هرمز تنګي په اړه وویل: «اوس مهال هرمز تنګی زمونږ د مهمو مخه نیونکو وسیلو یوه مهمه برخه ده. په دغه اوبلارې کې د تګ راتګ مدیریت به نور د پخوا په څېر نه وي او ایران او عمان د هرمز تنګي د ادارې د نوي میکانیزم د اعلان په درشل کې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د ایران او امریکا ترمینځ تفاهم په ۱۴ مادو کې تنظیم شوی دی او د تفاهملیک لومړنی لاسلیک به په ډیجیټلي بڼه ترسره شي. هغه وویل چې ښائي دغه تفاهملیک په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې لاسلیک شي.
عراقچي د امریکا له لورې پر ایران د سمندري کلابندئ بشپړ لیرې کېدل د دغه تفاهم لومړۍ ماده وبلله او وې ویل: «د تفاهملیک له لاسلیک وروسته به د ایران کنګل شوې شتمنۍ هم آزادې شي.