-
ایران روسیې ته بالسټیک توغندي نه دي استولي
Sep 12, 2024 05:51د ایران د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته د ایران د بالسټیک توغندیو د استولو په اړه د لوېدیځ ادعا رد کړه.
-
هېڅ ځواک د ایران او ارمنستان ترمنځ د ځمکنۍ اړیکې د خرابولو توان نه لري
Sep 10, 2024 03:11د ارمنستان د امنیت شورا منشي په ایروان کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې، د تهران له دریځونو په مننې او قدردانۍ سره ټینګار یې وکړ چې هېڅ قوت د ایران د اسلامي جمهوریت او ارمنستان د دواړو هېوادونو د ځمکنیو اړیکو د خرابولو توان نه لري.
-
د دښمن لاسونه هغسې چې څرګندوي، ډک نه دي
Sep 10, 2024 02:29د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کهګیلویه او بویر احمد ولایت د شهیدانو د ملي کنګرې له مسئولینو سره په کتنه کې، د ولسونو د ځپلو لپاره د دښمنانو رواني جنګ ته په اشارې سره وویل: د دښمن لاسونه هغسې چې څرګندوي، ډک نه دي.
-
عراقچي د ایران او صربستان د اړیکو د پراختیا لپاره د ټولو ظرفیتونو پر استفادې ټینګار وکړ
Sep 07, 2024 03:01د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل صربستاني سیال سره په ټلفوني خبرو کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره له ټولو موجودو میکانیزمونو په تیره بیا په اقتصادي او تجارتي ډګرونو کې کار اخیستل اړین وبلل.
-
ګاونډیانو ته ځمکني ګواښونه یا د سرحدونو بیا رسمول د ایران سره کرښه ده
Sep 06, 2024 02:28د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ګاونډیانو د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې هر ډول ګواښ یا د سرحدونو بیا رسمول، د ایران د اسلامي جمهوریت سره کرښه ده.
-
اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د استولو شونتیا په اړه مسکو واشنګټن ته خبرداری ورکړی
Sep 05, 2024 12:00د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اوکراین ته د امریکا له خوا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د استولو د شونتیا په ځواب کې، واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې د روسیې له سرو کرښو سره ټوکې ونه کړي.
-
ایران په غزې تړانګه کې د ملکي وګړو پر وژلو نیوکه وکړه
Sep 04, 2024 13:58د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د غزې د شهیدانو وینه د فلسطین د خلکو د مظلومیت فریاد او د صهیونیسټي نیواکګرو وحشي توب او د بشري حقونو د ادعا کوونکو دروغ وبللو.
-
د امریکا د مداخلو دوام او د ګازو د رسولو په اړه د پاکستان برخلیک ټاکونکې پرېکړه
Sep 04, 2024 12:52د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په مداخله کوونکو څرګندونو کې اعلان وکړ، چې واشنګټن پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګازو د انتقال د پایپ لاین پروژې د بشپړولو په لټه کې ونه اوسي.
-
د اسرائیلو لخوا په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو په اړه د ایران خبرداری
Sep 03, 2024 03:08د ایران د بهرنیو چارو وزیر په غزې تړانګه کې د اسرائیلي رژیم بې حده جنایتونو ته په اشارې سره اعلان وکړ چې دغه رژیم هڅه کوي په سیمه کې د کړکېچ کچه یوه خطرناک بحران ته ورسوي.
-
ایران د صهیونیسټي رژیم د مشرانو پر محاکمه کولو ټینګار وکړ
Sep 02, 2024 12:36د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: بشري ټولنه تر بل هر وخت زیات، د انسانیت او عدالت تږې ده او د صهیونیسټي رژیم د جنایتکارو مشرانو د محاکمې غوښتنه کوي.