ایران د صهیونیسټي رژیم د مشرانو پر محاکمه کولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152000-ایران_د_صهیونیسټي_رژیم_د_مشرانو_پر_محاکمه_کولو_ټینګار_وکړ
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: بشري ټولنه تر بل هر وخت زیات، د انسانیت او عدالت تږې ده او د صهیونیسټي رژیم د جنایتکارو مشرانو د محاکمې غوښتنه کوي.
(last modified 2024-09-02T08:07:28+00:00 )
Sep 02, 2024 12:36 Asia/Kabul
  • ایران د صهیونیسټي رژیم د مشرانو پر محاکمه کولو ټینګار وکړ

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: بشري ټولنه تر بل هر وخت زیات، د انسانیت او عدالت تږې ده او د صهیونیسټي رژیم د جنایتکارو مشرانو د محاکمې غوښتنه کوي.

د ایرنا د خبر له مخې، ناصر کنعاني په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: د نیورمبرګ له محاکمې شاوخوا اته لسیزې وروسته، تاریخ یو ځل بیا د بل هټلر د راڅرګندېدو شاهد دی؛ هغه جنایتکار چې د نړیوالې ټولنې د بې کفایتۍ په سیوري کې، د بې ګناه فلسطیني ښځو او ماشومانو وحشیانه نسل وژنې او قتل ته دوام ورکوي.

کنعاني زیاته کړه: " د بشري حقونو د دفاع ادعا کوونکي که  انسانیت او د انسانانو د ژوند دوی ته ارزښت ولري، اوس د عمل وخت دی او سبا ډېر ناوخته دی."

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: بشري ټولنه تر بل هر وخت زیات، د انسانیت او عدالت تږې ده او د صهیونیسټي رژیم د جنایتکارو مشرانو د محاکمې غوښتنه کوي.

کریم خان، د نړیوالې جنایي محکمې لوی څارنوال د 2024 کال د اګست په 23، تایید کړه چې محکمه د اسرائیلو د جنګي جرمونو په اړه واک لري چې په فلسطیني سیمو کې ظلمونه کوي، هغه د نړیوالې جنایي محکمې له قاضیانو څخه وغوښتل چې په سمدستي توګه د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه رژیم د جنګ وزیر یوف ګالانت د نیولو امر صادر کړي.