-
صهیونیسټان به د ایران د وېشلو آرمان قبر ته یوسي
Mar 17, 2024 02:46د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی، د ایران د تقسیم په اړه د صهیونیسټي رژیم د پخواني امنیتي چارواکي«مردخای کیدار» د څرګندونو په غبرګون کې وویل: تاسو به دغه ارمان قبر ته یوسئ.
-
په غزه کې څه دپاسه ١٣٠ خبريالان شهيدان، ١٦ تنه ټپيان او څلور تنه نور ورک دي
Mar 17, 2024 02:31د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د قطر استازی عبدالله ناصر النعمه د دې په بیان سره چې د غزې تړانګه د نن ورځې جنګونو په تاریخ کې د خبریالانو ترمنځ ترټولو د زیاتو قربانیانو شاهده ده، د خبریالانو د ساتنې پر ضرورت باندې ټینګار وکړ.
-
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي
Mar 17, 2024 02:13د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې پر تسهیلاتو او د سوداګرۍ اسانتیاوو په تړاو خبرې کړي دي.
-
لږترلږه شپږو تنو ته په ننګرهار ولایت کې دلفظي شخړې له امله مرګ ژوبله واوښته
Mar 16, 2024 10:44چارواکی وایي شخړه دزمکې ملکیت پر سر د دوه کورنیو تر منځ راپورته شوې وه
-
په ننګرهار کې د ځمکې پر سر نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي
Mar 16, 2024 08:36د ننګرهار سیمهایزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ په وسلهواله نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
-
په سراوان کې له وسله والو جنایتکارانو سره نښته/ د ایران د پولیسو یو افسر په شهادت رسېدلی
Mar 16, 2024 07:28د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت د پولیسو قوماندان، له وسله والو جنایتکارانو سره په نښته کې د دغه ولایت په سراوان ښار کې د پولیسو د یوه افسر له شهادته خبر ورکړ.
-
د اسلامي نړۍ لومړۍ مسأله، د غزې او فلسطین مسئله ده
Mar 15, 2024 13:05په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب د غزې او فلسطین مسئله، د اسلامي نړۍ لومړنۍ مسئله وبلله.
-
په کندوز کې له یوه ځوانه سر پرې شوی او په فاریاب کې هم یو بل کس وژل شوی
Mar 15, 2024 09:49سرچینو پنجشنبه د کب پر ۲۴مه ویلي چې درې ورځې وړاندې د دغه ځوان مړی د افغانستان د کندوز ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د نوموړي کور خواته موندل شوی دی. دا ځوان عصمتالله نومېده او تازه له ایرانه راستون شوی وو او په کندوز ښار کې یې «زرنج» چلولو.
-
ایټالیا ته نږدې ۶۰ تنه کډوال په اوبو کې ډوب شوي
Mar 15, 2024 09:30ایټالیا ته نږدې په مدیترانې سمندرګي کې پرون د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله، ۶۰ تنه لیبیايي پناه غوښتونکي مړه شوي.
-
د ملي مقاومت جبهې په کابل کې ۴ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې
Mar 14, 2024 04:15د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې، چې د کابل په ښار کې يې په دوو جلا - جلا پېښو کې یې یو طالب وژلی درې نور یې زخمي کړي دي.