په لبنان او غزه کې باید اوربند په یوه وخت کې وي
(last modified Sat, 05 Oct 2024 02:49:59 GMT )
Oct 05, 2024 07:19 Asia/Kabul
  • په لبنان او غزه کې باید اوربند په یوه وخت کې وي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر پر دې خبرې په ټینګار سره چې ایران په دې شرط د اوربند ملاتړ کوي چې د لبنان د خلکو حقونو ته درناوۍ او د مقاومت له خوا منل شوی وی، وویل: دغه اوربند باید په غزه کې له اوربند سره هممهاله وي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل: ایران به د لبنان او مقاومت تر څنګ ولاړ وي او دغه راز د صهیونیسټي رژیم جنایتونه به د پخوا په شان مات شي او بریا به د لبنان د ملت په لاس وي.

عراقچي همدارنګه پر صهیونیسټي رژیم د ایران وروستي برید ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت دغه حمله نه ده پیل کړې، بلکې په دمشق کې د ایران پر خاورې او سفارت د اسرائیلي رژیم د یرغل او پر ایراني هدفونو حملې په مقابل کې یې ځواب ورکړی او د صهیونیسټانو په خلاف چې ولسي هدفونه او د خلکو کورونه په نښه کوي او پر ښځو او ماشومانو بریدونه کوي، ایران یوازې د صهیونیسټي رژیم پر پوځي او امنیتي مرکزونو حملې کړي دي.

د ایران د ډیپلوماټیکو خدمتونو برخې مشر زیاته کړه: اسلامي جمهوریت د حملو د دوام اراده نه لري، مګر دا چې صهیونیسټي رژیم وغواړي خپلو حملو ته دوام ورکړي او که دغه رژیم د ایران په خلاف بل کوم اقدام وکړي، د اسلامي جمهوریت اقدام به سخت او په بشپړ ډول متناسب او حساب شوی ځواب وي.