قزوین؛ د ایران د څو پېړیو د پخوانۍ خطاطۍ د دود زړه
پارس ټوډې – د ایران په شمال لوېدیځ کې د تهران لوېدیځ لوري ته په ۱۳۰ کیلومترۍ کې پروت د قزوین ولایت له پېړیو راهیسې د فارسي خطاطۍ له هنر سره ټینګې اړیکې لري.
دیني مدرسو، د قرآن کریم مطالعې، شاهي ملاتړ او د استاد او شاګرد دودیزو اړیکو د دې ښار د شهرت په رامنځته کولو او ساتلو کې مرسته کړې ده.
د ایران قزوین د خطاطۍ او د خطي نسخو د تولید لپاره په یوه مهم مرکز بدل شوی دی.
پارس ټوډې سایټ د پریس ټي وي په قول راپور راکړی د دې ښار په شپاړسمه پېړۍ کې د صفویانو د واکمنۍ پر مهال د خپل پرمختګ اوج ته ورسېد.
هغه مهال شاه طهماسب قزوین خپله پلازمېنه وټاکله او یو شاهي کتابتون او داسې کارځایونه یې جوړ کړل چې خطاطانو پکې د انځورګرانو او د کتابونو د زرکوبۍ او تذهیب له هنرمندانو سره یوځای کار کاوه. په همدې دوره کې نستعلیق لیکدود هم د ظرافت او ښکلا نوې کچې ته ورسېد، چې د فارسي خطاطۍ په تاریخ کې یې د قزوین ونډه لا پیاوړې کړه.
قزوین په خطاطۍ کې له یوه ځانګړي «قزویني مکتب» سره تړاو لري، چې د استاد او شاګرد د دقیقې روزنې او ظریفو ښکلايي اصولو له مخې پېژندل کېږي.
د دې مکتب تر ټولو مشهوره څېره میرعماد حسني قزویني دی، چې په پراخه کچه د نستعلیق د لیکدود له سترو استادانو او د دې ښار د خطاطۍ د میراث له اغېزشیندونکو څېرو څخه ګڼل کېږي.
د قزوین په زړو سیمو او دیني مدرسو کې به پخوا د لیکوالانو نسلونه، له نی قلمونو سره ناست وو او د شمعې په رڼا کې به یې توري په ډېر دقت سره لیکل.
دا ښار له ډېر پخوا راهیسې د لاسلیک او خطاطۍ له هنر سره ژورې اړیکې لري؛ داسې یو دود چې د ایران د تاریخ په اوږدو پېړیو کې ژوندی پاتې شوی دی.
د خطاطۍ د مرکز په توګه د قزوین شهرت له یوه داسې کلتوري دود څخه رامنځته شو، چې له نسله تر نسله د قرآن کریم د مطالعې لپاره د ځانګړو دیني مدرسو، شاهي ملاتړ او د استادانو او شاګردانو ترمنځ د نږدې اړیکو له لارې ژوندی ساتل شوی و.
همدې لرغوني دود قزوین ته د ایران په کلتوري حافظه کې د ایراني خطاطۍ د پلازمېنې مقام ورکړی دی.
له خطاطۍ سره د قزوین اړیکې څو پېړۍ پخوانۍ دي.
د اسلام د لومړیو پېړیو پر مهال هم دا ښار د علم او پوهې یو مهم مرکز و او داسې دیني مدرسې یې لرلې چې قرآن کریم او حدیث پکې تدریسېدل.
د دیني او علمي متنونو د لیکلو او نقلولو د اړتیا په زیاتېدو سره، د مسلکي لیکوالانو د یوه دود په رامنځته کېدو کې مرسته وشوه.
لومړني آثار تر ډېره په کوفي لیکدود (خط کوفي)، چې د اسلامي خطاطۍ لومړنی سبک دی، لیکل کېدل.
وروسته ترې روان نسخ لیکدود(خط نسخ)، چې په متن کې د مات لیکدود(خط شکسته) په توګه یاد شوی، په پراخه کچه وکارول شو.
د اوومې او اتمې قمري هجري پېړۍ تر مهال پورې، د کتابتونونو او علمي بنسټونو له پراختیا سره سم، خطاطي له یوې عملي مهارت څخه لوړه شوه او په زیاتېدونکې توګه د یوه خپلواک او ارزښتناک هنر په توګه وپېژندل شوه.
دیني مدرسې او د صوفیانو خانقاوې د دې پرمختګ لپاره پر مهمو ځایونو بدلې شوې. د قرآن کریم، ادبیاتو او نورو علمي آثارو مطالعه د خطاطۍ له دقیقې روزنې سره یوځای پر مخ تلله او د یوه داسې دود په ټینګښت کې یې مرسته کوله چې د پېړیو لپاره د قزوین د کلتوري ژوند برخه پاتې شو.
قزوین د شپاړسمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې یوې مهمې تاریخي مرحلې ته ورسېد، هغه مهال چې د صفوي واکمنۍ پاچا شاه طهماسب دا ښار خپله پلازمېنه وټاکه. دې اقدام شاهي دربار، شاهي کتابتون، د انځورګرۍ او تذهیب کارځایونه، او د فارسي ژبې له بېلابېلو سیمو څخه هنرمندان او پوهان دې ښار ته راوستل.
شاهي کارځایونو به قرآن کریمونه، د شعرونو ټولګې او تاریخي کتابونه تولیدول. په دغو کارځایونو کې خطاطانو د انځورګرانو او د کتابونو د تذهیب له هنرمندانو سره یوځای کار کاوه.
په هره خطي نسخه کې به د څو متخصصانو کار شامل و او د لیکنې کیفیت ته به د هغې د شاوخوا هنري ښکلا په اندازه ارزښت ورکول کېده.
په همدې دوره کې نستعلیق دودلیک(خط نستعلیق)، چې تر دې مخکې ایراني استادانو پرمختګ ورکړی و، د ظرافت او ښکلا نوې کچې ته ورسېد او قزوین د دې لیکدود د پرمختګ پر یوه مهم مرکز بدل شو.
څرنګه چې د صفویانو په دربار کې کتابونه ډېر ارزښتناک توکي وو، د هغو تولید هم د هنر او لاسي صنعت یوه بڼه وه.
په لیکنه کې د ښکلا لپاره همدې غوښتنې د هغو کسانو د کار د معیارونو په لوړولو کې مرسته وکړه چې خطاطي یې کوله.
د قزوین مکتب او میرعماد
د فارسي خطاطۍ تاریخپوهان ډېرې وخت د «قزوین مکتب» نوم د هغو ګډو روزنیزو لارو، ښکلايي ارزښتونو او د استاد او شاګرد د دودونو لپاره کاروي، چې په دې ښار کې د نسلونو په اوږدو کې یې وده کړې ده.
په دودیزه روزنه کې به شاګرد ښايي کلونه د یوه استاد تر څارنې لاندې یوازې د تورو په تمرین تېر کړي؛ د قلم زاویه، د قلم د حرکت فشار او د غټو او نریو کرښو ترمنځ توازن به یې زده کاوه.
یوازې هغه مهال به چې شاګرد په جلا جلا تورو کې بشپړ مهارت ترلاسه کړ، د هغو د نښلولو او کلمو جوړولو ته به یې مخه کړه او وروسته به د بشپړو هنري آثارو لیکلو ته ورسېد.
دا هغه روزنیز بهیر و چې له صبر او حوصلې سره به، توری په توری، مخته تله او داسې خطاطان به یې روزل چې نومونه یې په پای کې د قزوین له دېوالونو ډېر لرې پېژندل کېدل.
د قزوین هېڅ نوم له «میرعماد حسني قزویني» سره دومره نه دی تړلی. هغه د قمري هجري لسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې په دې ښار کې زېږېدلی و او نږدې له ماشومتوبه د خطاطۍ د استثنايي استعداد لرونکي په توګه پېژندل کېده

.ځوان میرعماد، چې په خپل هنر کې د بشپړتیا د ترلاسه کولو له لېوالتیا څخه هڅېده، قزوین پرېښود او تبریز ته ولاړ، څو د ملا محمدحسین تبریزي تر لارښوونې لاندې زده کړې وکړي.
یوه ورځ یې خپل استاد ته د خطاطۍ یوه دومره ظریفه او ښکلې ټوټه وړاندې کړه چې ملا محمدحسین، پرته له دې چې پوه شي دا د خپل شاګرد لیکنه ده، وویل: «که داسې لیکلی شې، نو ولیکه؛ که نه، قلم کېږده.»
کله چې میرعماد څرګنده کړه چې دا اثر د ده دی، استاد یې هم د خطاطۍ هغه پاڼه او هم د ځوان خطاط مخ ښکل کړ او ویې ویل: «نن ته د خطاطانو استاد شوی.»
تاریخي روایتونه د هغه د مهارت او مخ پر زیاتېدونکي شهرت کیسې کوي، چې سمنان، دامغان، بسطام، طبرستان، خراسان او ګیلان ته خپور شوی و. وروسته، د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې، اصفهان ته ولاړ؛ هغه ښار چې د شاه عباس تر واکمنۍ لاندې د صفویانو نوې پلازمېنه وه.
د میرعماد ځانګړنه د هغه د کار ښکلا، نرموالی او همغږي وه؛ د تورو ترمنځ داسې رواني او تناسب چې ډېر کسان یې د نستعلیق د خطاطۍ اوج ګڼي.
نږدې څلور پېړۍ خطاطان د هغه تر اغېز لاندې پاتې شوي دي.
د یوې مودې لپاره، ښکلی لیکل د میر په څېر لیکلو معنا لرله.
هغو کسانو چې په دې کار کې بریالي کېدل، د «دویم میر» یا «درېیم میر» په څېر لقبونه یې ترلاسه کول.
ځینو نورو ان خپل آثار په «میرعماد الحسني» نوم لاسلیکول؛ دا د دې نښه وه چې د هغه نوم د راتلونکو خطاطانو ترمنځ څومره تلپاتې اغېز درلود.
که څه هم میرعماد لا هم د قزوین تر ټولو مشهور خطاط پاتې دی، خو د دې ښار د خطاطۍ تاریخي لړۍ تر هغه ډېره پراخه او ژوره ده.
میرزا محمدحسین عمادالکتاب قزویني او میرزا محمدعلي خیارجي قزویني د دې ښار له مشهورو څېرو څخه دي.
وروستي ته دا ځانګړنه منسوبه ده چې د لومړي خطاط په توګه یې د «بسمالله» عربي کلمه د یوه مرغه په بڼه لیکلې ده.
له دوی سره عبدالمجید طالقاني هم مل دی، چې د مات نستعلیق یعني د شکسته نستعلیق استاد و او تر میرعماد څه باندې یوه پېړۍ وروسته یې ژوند کاوه.
همدارنګه ملکمحمد قزویني هم د یادونې وړ دی، چې د فتحعليشاه قاجار د واکمنۍ پر مهال یې تزئیني خطاطي نوې کچې ته ورسوله.
د قزوین د خطاطۍ د مخکښ استاد احمد پیله چي قزویني په وینا، چې خپله یې په ۱۹۷۵ کال کې د سید علي رفیعي او ابوالحسن محصصمستشاري په ګډون د خطاطۍ د استادانو تر لارښوونې لاندې خپلې زده کړې پیل کړې، د ایران هېڅ بل ښار دا ادعا نه شي کولای چې د دې هنر په دریو مهمو څانګو کې دې د قزوین په څېر درې مخکښې څېرې ولري: میرعماد په نستعلیق کې، طالقاني په شکسته نستعلیق کې او ملکمحمد په تزئیني خطاطۍ کې.
هغه استدلال کوي:
«همدا لامل دی چې خلک بې له ځنډه قزوین د خطاطۍ د هنر پلازمېنه بولي.»
ژوندی دود
د قزوین د خطاطۍ دود تر نن ورځې پورې دوام لري او د بنسټونو، استادانو او د ځوانو نسلونو د تلپاتې لېوالتیا له ملاتړ څخه برخمن دی.
د قزوین د خطاطانو ټولنه روزنیز کورسونه، نندارتونونه او څېړنیزې غونډې جوړوي، چې له دودیزو لارو چارو سره د دې هنر په ژوندي ساتلو کې مرسته کوي.
دا ښار د هغو ځوانانو د شمېر له مخې هم په ملي کچه مخکښ مقام لري چې د خطاطۍ هنر زده کوي.
ډېری ځوانان له ښوونځي څخه د زده کړې پر مهال له دې هنر سره اشنا کېږي، ځکه د خطاطۍ تمرین د کلتوري زدهکړو یوه عادي برخه ګڼل کېږي.
د ښار تاریخي جوماتونه، مدرسې او کاروانسرایونه له ټولګي څخه بهر هم دا دود پیاوړی کوي.
د دغو ودانیو دېوالونه او محرابونه د خطاطۍ په لیکنو او کتیبو سینګار شوي دي او ځوانو هنرمندانو ته دا زمینه برابروي چې یوازې د خپل ښار په ګرځېدو سره تاریخي او اصیل لیکدودونه مطالعه کړي.
ښکلې لیکنې ته ارزښت ورکول د یوه پراخ ایراني او اسلامي دود ریښه(جرړه) لري.
له حضرت امام علي علیه السلام څخه منسوب یو حدیث «ښکلی خط د معیشت یو کلید» ګڼي. دا خبره د هغه ارزښت څرګندونه کوي چې له ډېر پخوا راهیسې د لیکلو مهارت او نظم ته ورکول کېږي.
دا ارزښت نن هم په قزوین کې څرګند دی؛ په داسې ښار کې چې خطاطي لا هم تدریسېږي، تمرین پرې کېږي او نندارې ته وړاندې کېږي.
دودیز تخنیکونه د نویو سبکونو ترڅنګ له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي، د دې ښار د خطاطۍ دود ژوندی ساتي او ډاډ ورکوي چې خطاطي به د قزوین د کلتوري ژوند یوه مهمه برخه پاتې شي.