-
ایران په غزې تړانګه کې د ملکي وګړو پر وژلو نیوکه وکړه
Sep 04, 2024 13:58د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د غزې د شهیدانو وینه د فلسطین د خلکو د مظلومیت فریاد او د صهیونیسټي نیواکګرو وحشي توب او د بشري حقونو د ادعا کوونکو دروغ وبللو.
-
د غزې په جګړه کې د اسرائیلي پوځیانو د ټپیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی
Sep 04, 2024 13:03د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د جګړې له پیل راهیسې (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې راهیسې) تر ۱۰ زره ډېر پوځیان ټپیان شوي دي.
-
د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي
Sep 03, 2024 02:55راپورونه وايي چې برید انتحاري وو او د طالبانو د څارنوالۍ، چې دوی یې د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست بولي، کارکوونکي یې په نښه کړي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخکې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ممکن د تلفاتو اصلي شمېر تر دې خورا ډېر وي.
-
پر لوېدیځې غاړې د صهیونیسټي رژیم په وروستیو حملو کې ۲۹ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
Sep 03, 2024 02:52د فلسطین د روغتیا وزارت پې لوېدیځې غاړې د صهیونیسټي رژیم د وروستیو حملو په نتیجه کې د ۲۹ فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.
-
د نتانیاهو پر وړاندې 700 زره صهیونیسټانو په لاریون لاس پورې کړی
Sep 02, 2024 12:30د تیرې شپې په مظاهرو کې د صهیونیسټي رژیم د پارلمان د غړو په ګډون څه دپاسه اوه سوه زره صهیونیسټانو د صهیونیسټی رژیم د لومړي وزیر پرضد مظاهرې وکړې.
-
په لوېدیځه غاړه کې وضعیت وحشتناک او د زغم وړ نه دی
Sep 01, 2024 02:54د ایسنا د خبر له مخې، د اروپایی ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر«جوزف بوریل» د صهیونیسټي رژیم د داخلي امنیت د وزیر وروستۍ پاروونکې څرګندونې چې د جوماتونو د ورانولو او په الاقصی جومات کې دننه د یهودانو عبادت ځایونو جوړول غواړي، وغندل او زیاته یې کړه چې دا ډول کړنې د زغم وړ نه دي.
-
نن يکشنبه د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
Jul 28, 2024 02:59د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د بهېدو اټکل کړی دی.
-
په غزه کې پر یوه ښوونځي د صهونیسټي رژیم د برید له امله څه باندې ۳۰ په شهادت رسېدلي
Jul 28, 2024 02:49د ایرنا د خبر له مخې، په غزې تړانګه کې روغتیایي سرچینو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دیرالبلح کې د خدیجه پر ښوونځي باندې د صهیونیسټي رژیم د برید له امله د شهیدانو شمېر ۳۶ تنو ته رسېدلی دی.
-
په غزې تړانګه کې وضعیت یو بشپړ ناورین دی
Jul 26, 2024 09:12د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل: په غزې تړانګه کې د اسرائیلي رژیم د حملو له امله رامنځته شوی وضعیت یو بشپړ ناورین دی، چې له دې مخکې د جنګ په هېڅ ډګر کې نه دی لیدل شوی.
-
د بې ګناه وینه د ظالم لمن نیسي
Jul 26, 2024 08:56د ایران منتخب ولسمشر د امریکې په کانګرس کې د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هڅونې ته په غبرګون کې ټینګار وکړ: د بې ګناه وینه به هېڅکله د ظالم لمن پرې نه ږدي.