په غزې تړانګه کې وضعیت یو بشپړ ناورین دی
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل: په غزې تړانګه کې د اسرائیلي رژیم د حملو له امله رامنځته شوی وضعیت یو بشپړ ناورین دی، چې له دې مخکې د جنګ په هېڅ ډګر کې نه دی لیدل شوی.
د ایرنا د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي«آنتونیو ګوترش» ټینګار وکړ: له هغه وخته چې زه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه ټاکل شوی یم، په غزه کې د تر ټولو لوړې وژنې او ویجاړۍ شاهد یم.
ګوترش دې ته په اشارې سره چې د غزې تړانګې ته د بشردوستانه مرستو کچه په بشپړه توګه له اړتیاوو سره سمون نه خوري، زیاته کړه: موږ په بشپړه توګه بې قانوني شرایطو کې یو او د غزې په سیمه کې هېڅوک د امنیت مسئولیت نه لري او په دې سمیه کې د بشري مرستو کاروانونه لوټل کېږي.
جعلي صهیونیسټي رژیم د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې د لوېدیځو هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره، د فلسطین د بې دفاع او مظلومو خلکو پر وړاندې په غزې تړانګه او لوېدیځه غاړه کې پراخ قتل عام پیل کړی او د غاصب صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو چوپتیا، د صهیونیسټي رژیم د جنګي ماشین په وسیله د فلسطیني ماشومانو او ښځو د وژل کېدو لامل شوی دی.
د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې تړانګې د شهیدانو شمېر ۳۹ زره ۱۷۵ تنو او د ټپیانو شمېر ۹۰ زره ۴۰۳ تنو ته رسېدلی دی.