-
په بلوچستان کې په زندان د ترهه ګرو حمله ناکامه شوه
Jan 30, 2024 08:15ترهه ګرو د جیل په مرکزی دروازې او دیوال د راکټونو حمله وکړه خو د حکومتی عسکرو په ځوابی حمله کی ۵ ترهه ګر هلاک شول . په دغه حمله کی همداراز دوه پولیس هم وژل شوي او د یوه ماشوم په شمول څلور کسان ژوبل شوي هم دي .
-
عمران خان او شاه محمود قریشي په ۱۰ کاله بند محکوم شول
Jan 30, 2024 10:50عمران خان د لومړي وزارت په مهال په یوه عامه غونډه کې یو کاغذ خلکو ته وښوداو ویې ویل چې دا د یوه جګپوړي امریکايی چارواکي لیک دی چې د هغه د حکومت د پرزېدو غوښتنه پکې شوې ده.
-
له ترهګرۍ سره د مبارزې او د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د ایران او د پاکستان اراده :-
Jan 30, 2024 10:38د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په اسلام اباد کښې د پاکستان له لوړرتبه چارواکو سره له کتنې وروسته په ټولو برخو کښې د اړیکو د پراخولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دواړو هیوادونو په جدي ارادې ټینګار وکړ.
-
ایران په سیمه کې د کوم فرد یا ډلې د کړنو په اړه کوم مسئولیت نه لري
Jan 30, 2024 02:41په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کې ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د هېڅ فرد یا ډلې د اقداماتو پر وړاندې مسئول نه دی.
-
د سیمې هېوادونه باید په ګډه د طالبانوله حکومت سره خپلو مثبتو اړیکو ته دوام ورکړي
Jan 30, 2024 08:24هغه د ګډو غوښتنو او اندیښنو په اړه د ګډ اقدام غوښتنه هم وکړه.
-
د صهیونیسټي اسیرانو کورنیو، د بندیانو د تبادلې لپاره د یوې موافقې پر ضرورت ټینګار وکړ
Jan 30, 2024 03:59د صهیونیسټي رژیم ۱۲ چینل د دوشنبې په شپه د دغه رژیم د کورنیو له قوله راپور ورکړی چې دوی د صهیونیسټي اسیرانو د بیرته ستنېدو لپاره د یوې موافقې پر ضرورت ټینګار کړی دی.
-
ایران او پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې او همغږې مبارزې ټینګار کړی
Jan 30, 2024 02:20د پاکستان د پوځ قومندان او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، ترهګري د دواړو ګاونډیانو لپاره ګډ ګواښ بللی او ټینګار یې کړی چې له دغې ښکارنده سره د مقابلې لپاره باید، د ګډو هڅو، ښې همغږۍ او د اطلاعاتو شریکولو له لارې اقدام وشي.
-
په بهر کې د افغان زندانیانو د خلاصون لپاره له اړونده هېوادونو سره خبرې کوو
Jan 30, 2024 01:52د سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي.
-
باید په سیمه کې له هېڅ ډول اخلال او بې ثباتۍ سره همکاري ونشي
Jan 30, 2024 01:25د افغانستان د سيمه ايزې همکارۍ ابتکار غونډه چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب پرون په کابل کې جوړه شوې وه، پکې د ۱۱ هېوادونو د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، هندوستان او اندونیزیا ځانګړو استازو او سفيرانو ګډون کړی وو.
-
پاکستان او ایران په خپلو اړوندو سیمو کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې هوکړه کړې
Jan 30, 2024 01:02د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي چې له خپل ایراني سیال سره د لیدنې پر مهال په خپلو اړوند سیمو کې له «ترهګرۍ» سره پر مبارزې هوکړه کړې ده.