-
په کرمې ایجنسۍ کښې د طوري او د منګل قبیلو ترمینځ جنګونه روان دي
Oct 29, 2023 12:12زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په بیلابیلو سیمو کښې د طوري او د منګل قبایلو ترمینځ شپږمه ورځ کیږي چې سخت جنګونه روان دي او تراوسه په دغو جنګونو کښې د دواړو لورو له شلو څخه زیات کسان وژل شوي او یوڅلویښت نور ژوبل شوي دي.
-
له پاکستانه د افغانستان د کډوالو د ویستلو په هکله شمشاد عمر څه نظر لري؟
Oct 29, 2023 11:47له پاکستان څخه د افغانستان د غیرقانوني کډوالو د ایستلو په هکله د ننګرهار د سرحدي ولسوالۍ د دوربابا پخوانی ولسوال شمشاد عمر خپل نظر په دغه مرکې کښې څرګند کړی دی چې د اورریدو بلنه یې درکوو.
-
پاکستان د افغانستان بندیان هم کابل ته ورلیږي نور حال زمونږ خبریال په دغه راپور کښۍې لري
Oct 29, 2023 10:32زمونږخبریال راپور راکړی پاکستان پر افغان کډوالو سربیره د دغه هیواد په زندانونو کې پراته افغان بندیان هم افغانستان ته رالیږي.
-
د پاکستان په کرمې سیمه کښې جنګونه اوس هم دوام لري
Oct 29, 2023 09:55زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په بیلابیلو سیمو کښې د طوري او د منګل قومونو ترمینځ سخت جنګونه اوس هم دوام لري او دواړه لوري د درنو او د سپکو وسلو بریدونو ته دوام ورکړی.
-
د لبنان حزب ا... د تیریګر صهیونیسټي رژيم د پوځ درې مرکزونه ویجاړ کړل
Oct 29, 2023 03:56د لبنان د حزب ا...غورځنګ مبارزانو په یوې اعلامیې کې ويلي دي ، د اسلامی مقاومت مبارزانو پخپلو توپو او مناسبو وسلو څخه په استفادې سره دفلسطین د نیواکي ټاټوبو په شمال کې درې پوځي پُستې په شیشت کې راوستي او په ټکه ئې تباه کړي دي.
-
د پاکستان حکومت دې هغه افغانان چې قانونی سندونه لري ،په زوره نه وباسي
Oct 29, 2023 03:01د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو دلوړې کمیشنرۍ هم تائيد کړې ده چې د پاکستان د پولیسو له خوا دکړولو او اذیت کولو په اړه ئې د افغانستان دقانوني سند لرونکو کډوالو څو شکایتونه ئې ترلاسه کړي دي.
-
په ترټولو لنډوخت کې ګواښونو ته غاښ ماتونکي ځواب و رکوو
Oct 29, 2023 01:49د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک د ۱۴۰۲کال د اقتدار ننداره نومې دوهمه مانوره پرون د اصفهان په نصر آباد عمومی سیمې کې د پلان شوو ماموریّتونو په بریالیتوب ا جرا سره پای ته ورسیده .
-
نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د تعامل خنډونه لیرې کړي
Oct 29, 2023 01:38د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر ټڼيګار وکړ، افغانستان باید دیوه ناکراره هیواد په توګه ونه بلل شي، چې پکې جنګ او اړئ ګړئ دي ،اوس په افغانستان کې سوله ټينګه ده او په هیواد کې یو متمرکز حکومت موجود دی ،نو لاښه ده چې نړیواله ټولنه داوسنیو واقعیّتونو په نظر کې په نیولو سره له افغانستان سره رغنده تعامل ته مخه کړي.
-
اسلامی نړۍدې له سیاسی او ډيپولماټيکو دریځونو ورآخوا د فلسطین له آرمانه بشپړ ملاتړ وکړي
Oct 29, 2023 01:20اسرائيل یو ناروا او جعلی رژيم دی او د فلسطین د هیواد له جوړیدا پرته بله هیڅ حل لاره نشته .
-
له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو په وتلو د دغه هیواد ټینګار
Oct 28, 2023 10:34د اسلام اباد د حکومت پیغام یوازې د افغانانو لپاره نه وو. دا د ټولو غیر قانوني مهاجرینو لپاره دی، په داسې حال کې چې له هیواده د مهاجرینو د وتلو یوه میاشت مهلت پای ته رسیږي، د پاکستان حکومت د غیرقانوني مهاجرینو په اړه خپلی سختيانې زیاتې کړي او په عمل کې یې ښودلې چې په دې پریکړه کې جدی دی .