-
نادر یاراحمدي: له ۷۷۲ زره زیات غیرقانوني افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي
Jul 11, 2025 10:48د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو ښاریزواو کډوالو د مرکز مشر او د وزیر سلاکار "نادر یاراحمدي" وویل: د روان کال له پیل راهیسې له ۷۷۲زره زیات غیرقانوني افغان ښاریز خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
-
د صیهونیسټ رژیم جنګ وزیر واشنګټن ته ورځي
Jul 11, 2025 09:09د صیهونیسټ رژیم د ۱۲ چینل تلویزیون په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د دغه رژیم د جنګ وزیر کاټز به راتلونکې اونۍ واشنګټن ته لاړ شي.
-
ایران په ۳ میاشتو کې افغانستان ته د ۵۱۰ مېلیونه ډالرو صادرات کړي
Jul 11, 2025 01:52تهران ټایمز راپور ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ایران اسلامي جمهوریت د ۵۲۰مېلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته د بېلابېلو توکو صادارت کړي دي.
-
سږکال د حج د مراسمو پرمهال ۱۸ افغان حاجیان مړه شوي
Jul 10, 2025 10:30د طالبانو د حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت د یوې خبري ناستې پر مهال د سږني حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو د مړینې عمومي شمېرې خپرې کړې.
-
یوناما د طالبانو پر نوې رسنیزې تګلارې ژوره اندېښنه ښودلې
Jul 10, 2025 10:25په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په تازه څرګندونو کې د طالبانو وروستۍ رسنیزه تګلاره د اندېښنې وړ بللې ده.
-
انصارالله: د کښتیو په نښه کول د بار وړلو شرکتونو لپاره یو جدي پیغام دی
Jul 10, 2025 08:22د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي شورا غړی محمد البخیتي وویل: "د کښتیو په نښه کول د بار وړلو شرکتونو لپاره یو قوي پیغام دی چې مونږ د اسراییلو ضد کلابندۍ په لګولو کې جدي یو."
-
پر ایران د اسرائیلو برید د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي ده
Jul 10, 2025 02:34د ترکیې خارجه وزیر هاکان فیدان د پرون ناوخته په اسلاماباد کې له خپل پاکستاني سیال سناتور محمد اسحاق دار سره په ګډه خبري غونډه کې د صهیونیستي رژیم له لورې پر ایران د یرغل له امله د سیمې د وضعیت په اړه وویل: مونږ باور لرو چې دا بریدونه د نړیوالو قوانینو بشپړ خلاف ورزي ده او ټوله سیمه او نړۍ ئې له خطرې سره مخ کړې ده.
-
له صهیونیستي رژیم پورې اړونده یوه بله کشتۍ هم ښکار شوه
Jul 10, 2025 02:31د یمن وسلهوالو ځواکونو په یوې بیانیې کې ویل شوي دي چې د صهیونیستي رژیم پورې تړلې یوه بله کشتۍ ئې هم په نښه کړې ده.
-
د صهیونیستي رژیم په پوځي یرغل کې دې د ګوډاګیانو رول وڅېړل شي
Jul 10, 2025 02:29پارس تودي - په جنیوا کې د ملګرو ملتو په دفتر کې د ایران دایمي نمایندګئ د ؛مزدورانو یا تالی څټو د کارولو کاري ډلې» ته په یوه رسمي لیک کې غوښتنه کړې چې د صهیونیستي رژیم له لوري پر ایران په پوځي یرغل کې دې په بهرنیو حکومتونو پورې تړلو ګوډاګیو او تالی څټو چینلونو رول په بیړني او هراړخیز ډول وڅېړي.
-
د جرمنی یوې محکمې پر حکومت غږ کړی،د افغان کډوالو په وړاندې دې خپلې ژمنې نه هېروي
Jul 10, 2025 02:27د برلین یوې محکمې وئيلي دي،چې د جرمني حکومت کولی شي د «افغان کورنۍ له خطر سره مخ» نومې پروګرام په اړه پریکړه وکړي چې آیا دا پروګرام دوام وکړي، بدلون پکې راولي ،یا نوي تاییدیه ورکول بند کړي، خو دا نشي کولی پخوانۍ ژمنې له پامه وغورځوي.