پاکستان د افغان کډوالو د کورونو مالکانو ته سزا ورکوي
پاکستان پریکړه کړې چې د هغو کسانو پر وړاندې جنایي قضیه (ایف آی آر) ثبت کړي چې خپل ملکیتونه یې غیرقانوني افغان کډوالو ته په کرایه ورکړي دي.
فارس خبري آژانس لیکلي چې د پنجاب وزیراعلی مریم نواز اعلان وکړ چې د غیرقانوني بهرنیانو، په ځانګړې توګه د افغانانو د پیژندلو او نیولو لپاره به پراخ عملیات پیل شي.
د پریکړې له مخې، په ټول پنجاب کې به د جوماتونو له لارې عامه پوهاوی وشي ترڅو اوسیدونکي د غیرقانوني کډوالو په پیژندلو کې همکاري وکړې شي.
پاکستان مخکې اعلان کړی و چې په دې هیواد کې ټول افغان کډوال به وباسي.
د دي نشن په وینا، پټواریانو، نمبردارانو او SHOs ته هم لارښوونه شوې وه چې په خپلو سیمو کې د دې خلکو شتون وګوري او راپور ورکړي.
مریم نواز امر وکړ چې افغان اتباعو یا نورو بهرنیانو ته د کرایه شویو ملکیتونو ورځني راپور چمتو او حکومت ته وسپارل شي.
هغه د غیرقانوني اوسیدونکو په اړه د تازه معلوماتو راټولولو لپاره د پنجاب په ټولو سیمو کې د ساحې د جامع سرشمیرنې ترسره کولو اړتیا باندې هم ټینګار وکړ.