-
کنعاني د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې د ایران ضد څرګندونو ته غبرګون وښود
Feb 28, 2024 08:31د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ایران پر اسلامي جمهوریت باندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تورونه، له نیواک څخه د دغه هېواد د ملاتړ د پټولو او په فلسطین کې له بشري حقونوڅخه د سختو سرغړونو په هکله د بې تفاوتۍ یوه بې ګټې هڅه وبلله.
-
په غزه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې په وړاندې د امنیت شورا په بې عملی توب د ایران نیوکه
Feb 27, 2024 12:27په حقیقت کښې د فلسطین دخلکو په تیره بیا په غزه کښې وژل کیدل د صهیونیسټانو او د هغوی د ملاتړو په خوښه دوام نشی کولای ځکه چې په تاریخ کښې هیڅ هیواد خپله خاوره نه ده پریښې او همداسی به په فلسطین کښې وی .
-
د اوکراین او غزې په جنګ سره د لویدیځ د نړیوالې سلطې په ختمیدا د بورل اعتراف
Feb 27, 2024 12:25د اروپايي ټولنې د بهرنی سیاست مسول په نړۍ کې د سیاسي، اقتصادي او پوځي پرمختګونو په سیوري کې، په ځانګړې توګه د دوو لویو جګړو له رامنځته کیدو وروسته، د لویدیځ د رول کمیدل او حتی په نړۍ باندې د لویدیځ د سلطې پای ته رسیدل مني.
-
د لبان حزب الله په اسرائیلو سل توغندي ورویشتلي
Feb 28, 2024 01:41العالم ټيلي ويژ راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په نیواکي جولان سیمه کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د عسکرو د قومندنۍ په مرکز څه د پاسه شپیته توغندي ویشتلي دي.
-
امریکا باید ریاکارۍ پاې ته ورسوي
Feb 28, 2024 01:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې امریکا باید له ریاکارۍ لاس واخلي وویل : واشنګټن نشي کولای له یوې خوا د جنګ د کمولو خبره وکړي او له بلې خوا په سور سمندر او د لویدیځې اسیا په نورو مهمو او حساسو سیمو کښې د امنیت غوښتنه وکړي.
-
د تهران نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
Feb 27, 2024 10:13د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په سر کې هم د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځينی بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا ولرئ.
-
په مغولستان کې د سختې یخنۍ له امله دوه میلیونه څاروي مړه شوي دي
Feb 27, 2024 13:53په منګولیا کې له دسمبر څخه تر مارچ پورې سړه هوا کومه عادي خبره نه ده، په دې موده کې د دې هېواد په ځینو برخو کې د تودوخې درجه منفي ۵۰ درجو ته راښکته کېږي، خو سږ کال د سختې واورې ورېدو له امله یخنۍ ډېر پخواني ریکارډونه مات کړي دي.
-
صهیونیسټي رژیم د ټولې نړۍ لپاره ترټولو ښکاره ګواښ دی
Feb 27, 2024 02:29د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: صهیونیسټي رژیم نه یوازې د فلسطین د بې دفاع او د لوېدیځې آسیا د سیمې لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ترټولو بېړنی او ښکاره ګواښ دی.
-
طالبانو په جوزجان کې یو بل کس په عام محضر کې اعدام کړی
Feb 27, 2024 03:11د طالبانو سترې محکمې په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د درې ګونو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر هبت الله د تائید وروسته یې د جوزجان مرکز شبرعان په ورزشي سټډیوم کې د فبرورۍ په ۲۶مه په یو تن د قصاص سزا تطبیق کړې ده.
-
په غزه کې له قید او شرط پرته اوربند ته اړتیا ده
Feb 27, 2024 02:56د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش یو ځل بیا په غزه کې له قید او شرط پرته د اوربند او د ټولو یرغمل شویو کسانو د آزادېدو غوښتنه کړې ده.