د لبان حزب الله په اسرائیلو سل توغندي ورویشتلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146840-د_لبان_حزب_الله_په_اسرائیلو_سل_توغندي_ورویشتلي
العالم ټيلي ويژ راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په نیواکي جولان سیمه کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د عسکرو د قومندنۍ په مرکز څه د پاسه شپیته توغندي ویشتلي دي.
(last modified 2024-02-27T23:20:11+00:00 )
Feb 28, 2024 01:41 Asia/Kabul
  • د لبان حزب الله په اسرائیلو سل توغندي ورویشتلي

العالم ټيلي ويژ راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په نیواکي جولان سیمه کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د عسکرو د قومندنۍ په مرکز څه د پاسه شپیته توغندي ویشتلي دي.

د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په یوې خبر پاڼه کښې وویل په نیواکي جولان سیمه کښې د اسرائیلو د نیواکګرو عسکرو د قومندنۍ په مرکز توغندوي حملې د لبنان په ختیځ کښې په بعلبک سیمه باندې د صهیونیسټ رژیم تیریو ته په ځواب کښې شوي دي.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو پرون وویل چې د لبنان حزب الله غورځنګ په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په نیواکي فلسطین  کابو سل توغندي ورویشتلي دي.

په عین حال کښې د اسرائیلو نیواکګر رژیم د «حوش تل صفیه» او د «بوادي» ښارګیو په خوا کښې په کروندو باندې بمبارې وکړې.

صهیونیسټ رژيم په غزې تړانګه کښې د خپلو ماتیو له پایلو څخه د تښتې لپاره هڅه کوي په لبنان کښې د جنګ لمن پراخ کړي او د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو په تیرو څو ورځو کښې د لبنان په ختیځ کښې د بعلبک ښار په شاو  خوا سیمو څو هوايي حملې کښې دي.

بل خبر دا چې د صهیونیسټ رژیم  د جنګ پخواني وزیر «اویګدور لیبرمین» د لبنان د حزب الله دقیق توغندي د اسرائیلو لپاره د نه زغملو وړ او سټراټيژیک ګواښ وباله.

هغه زیاته کړه د حزب الله غورځنګ ورځ تر بلې زیاتیدونکي وسونه د اسرائیلو لپاره سټراټيژیک مشکل دی او هیڅ سیاسي فیصله هغه نشي حل کولای.

د صهیونیسټ رژیم د جنګ پخواني وزیر د لومړي وزیر نتانیاهو کابینې ته خبرداری ورکړ که چیرې د لبنان له حزب الله معادله بدله نکړي نو د نیواکي فلسطین په شمال کښې د ښاریزو د ژوند لپاره شرایط به له مینځه ولاړ شي.