-
د ډيورنډ کرښې د شخړو په باب له پاکستانیو چارواکو سره خبرې کیږي
Jan 04, 2024 11:14دغه غونډې وار په وار په کابل او اسلام اباد کې ترسره کیږي. له دې مخکې هم د پاکستان رسندویو راپور ورکړی ، چې ملاشرین اخوند د افغان طالبانو او د پاکستان ترمینځ د تاؤتریخوالي دکمولو لپاره اسلام اباد ته سفر کړی دی.
-
سور سمندر د صهیونیسټي رژيم د ملاتړوهیوادونو دکشتیو لپاره ناامن دی
Jan 04, 2024 10:13د غزې د بې دفاع خلکو د عامې نسل وژنې له دوام سره په یوخت د فلسطین له مظلوم ولس څخه په ملاتړ کې د یمن پوځ له صهیونیسټ رژيم سره د مرستې لپاره نیواکو ټاټوبو په لور تلونکي کشتۍ په نښه کوي.
-
د کرمان د ترهه ګرې غمیزې په نړیواله سویه غنده هماغه شان دوام لري
Jan 04, 2024 09:47د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش،د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په شمول د آسیا،لاتینې امریکا،اروپا او افریقائي هیوادونو مشرانو او لوړپوړو چارو اکو په دې اړه د ایران حکومت او ملت ته په جلا جلا پیغامونو کې غمرازي ښودلې او وئيلي ئې دي،ترهه ګري هیڅ دین او مذهب نه لري او دا داسې بلا ده چې هیڅوک ورڅخه خوندي نه دي باید په دې اړه نړیواله ټولنه باید جدی اقدامات وکړي.
-
امریکا کې په ۲۰۲۳م کال کې نږدې ۲۸۳ زره تنه په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي
Jan 04, 2024 08:32د را پورونو له مخې؛ په امریکا متحده ایالاتونو کې په ۲۰۲۳میلادي کال کې نږدې ۴۳ زره تنه په وسله والو ډزو او څه باندې ۲۴۰ زره تنه نور د ځان وژنو او نورو بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.
-
د شانګهائي ملګرتیا موسیسې غړو هیوادونو بیرغ نیم ځوړند دی
Jan 04, 2024 08:25پرون مازدیګر د سردارقاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت په کرمان کې د لکونو خلکو دم دستورو په وخت دوې جلاجلا بم چاودنې شوي چې له امله ئې ۸۵اتیا کسان چې ماشومان هم پکې ترسترګو شوي،شهیدان او څه دپاسه دوه څلور اتیا نور ټپیان شوي دي.دغه چاودنې د سردار سلیماني له قبر سره په اوه سوه میټرۍ او یو کلومیټرۍ کې شوي دي.دغه پيښه هماغه راز په نړیواله سویه غندل کیږي.
-
معظم رهبر: د سلیماني د لارې سرتیري به د جنایتکارانو رذالت ونه زغمي
Jan 04, 2024 01:06د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شهید سلیماني د مزار د یوه ډله زیارتوالو له شهادت وروسته ټینګار وکړ: جنایتکاران دې پوه شي چې د سلیماني د لارې سرتیري به د هغوي رذالت او جنایت ونه زغمي.
-
د امریکې د شل کلنې نیواکګرۍ له امله د افغانستان ۳۰فیصده خاوره په ماینونو او مهماتو ککړه شوې ده
Jan 04, 2024 03:54د افغانستان ۳۰ سلنه خاوره د امریکايي پوځیانو د اشغال او جګړې له امله په ډول ډول ماینونو، مهماتو او چاودېدونکو توکو ککړه شوې ده.
-
د کرمان د ګلزارِ شهدا د ترهګر جنایت نړیواله غندنه دوام لري
Jan 04, 2024 02:45د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش پرون په کرمان کښې شوې ترهګره حمله سخته وغندله او د ایران حکومت او ولس ته یې تسلیت ووایه.
-
ټرور د ایران د ولس په یووالي، امنیت او سټراټیجۍ کښې هیڅ خلل نه شي اچولې
Jan 04, 2024 02:22ولسمشر رئیسي: ایران د ولس دښمنان فکر کوي چې د ټرور په اوزار سره کوې شي چې خپل ناروا موخو ته ورسیږي خو د ایران ولس ثابته کړې ده چې دا جنایتونه د هغوي په پیوستون، امنیت او سټراټیجۍ کښې هیڅ خلل نه شي رامینځته کولې.
-
د افغانستان پلاوي په اسلام آباد کښې له پاکستاني چارواکو سره وکتل
Jan 04, 2024 02:17د طالبانو ذبیح الله مجاهد وايي، په اسلام اباد کې له پاکستان سره د دوی د حکومت د همغږۍ د ګډې کمېټې شپږمه غونډه ترسره شوه.