سور سمندر د صهیونیسټي رژيم د ملاتړوهیوادونو دکشتیو لپاره ناامن دی
(last modified Thu, 04 Jan 2024 09:13:54 GMT )
Jan 04, 2024 13:43 Asia/Kabul
  •     سور سمندر د صهیونیسټي رژيم د ملاتړوهیوادونو دکشتیو لپاره ناامن دی

د غزې د بې دفاع خلکو د عامې نسل وژنې له دوام سره په یوخت د فلسطین له مظلوم ولس څخه په ملاتړ کې د یمن پوځ له صهیونیسټ رژيم سره د مرستې لپاره نیواکو ټاټوبو په لور تلونکي کشتۍ په نښه کوي.

 د یمن پوځ  په تیرو څو او نیو کې  په غزې تړانګې کې د فلسطین دملت له مقاومته په بشپړ ملاتړ کې  د  صهیونیسټانو  څو کشتۍ چې   دنیواکي ټاټوبو په لور روانې وې په سره سمندر او باب المندب تنګي کې په شیشت کې راوستي  چې دا چاره  سبب شوې څو ډيری کشتۍ چلونې شرکتونه  ځپله  دغه  لاره بدله کړي او د سره سمندر ه دتیریدا په ځاي د تګ راتګ لپاره  له نورو اوږدو  او ډيرو لګښتي لاروڅخه دتیریدا لاره ټاکلې  ده.

په همدې لړ کې د یمن پوځ له دې مخکې روښانه کړې ده، یوازې هغه کشتۍ چې نیواکي ټاټوبو په لور او ددغه وحشي صهیونیسټي رژيم سره د مرستو لپاره ورځي،په نښه کوي ئې  او د نورو کشتیو لپاره تګ راتګ  آزاد او په امن کې دی .

د امریکا مرکزي قوماندې   (سنټکام ) هم نن بیګا اعلان کړی دی ، چې دیمن پوځ په سرۀ سمندر کې ځیني نوي عملیات  کړي دي .

د سمندر کچ کونې نړیوالې ادارې نن سهار وختي اعلان کړی چې په نړۍ کې د کشتۍ  چلونې لویو شرکتونو  و ئيلي دي،  چې په سره سمندر کې د کشتیو په ضد د  حملو په دلیل ، ئې د خپلو کشتیو د تګ راتګ لپاره د افریقا لیرې  او اوږده لاره ټاکلې ده.

سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړی،په بریتانیا کې دیره دغې ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، د جنوبی افریقا  په لور او له هغه ځایه اروپا او دنړۍ نورو سیمو ته  د کشتیو د لارې هدایتول او بدلول ، دسمندري ټرانسپورټي  لښګتونو د زیاتیدا سبب شوي دي.

 په عین حلا کې څه موده مخکې امریکا مدعي شوې   چې په سرۀسمندر کې ئې  دیمن دپوځ دعملیاتو سره د مقابلې لپاره په شلو هیوادونو مشتمل یو سمندری ائيتلاف جوړ کړی دی ،خو کوم وخت نه ؤ تیر شوی  چې  د  فرانسې ،ایټالیا، اسپانیا او آسټریلیاپه څیر هیوادونو له ائيتلافه لاره بیله کړه او  د امریکا  قوماندانۍ  ته ئې  دخپلو جنګی کشتیو له سپارلو ډډه وکړه .

دغه تش په نامه سمندري ائيتلاف د عربستان او متحده عربی  اماراتو په څير د سیمې له هیوادونو څخه له ساړۀ ځواب سره مخ شوی  او په همداوروستیو کې مصر هم له دغه ائيتلاف سره له یوځاي کیدا سرغړولی دی .

 دا په  داسې حال کې دي چې د یمن پوځ او انصار ا... ولسی مبارزانو  اعلان کړی دی تر څو چې په غزې کې جنایتونه او حملې دریدلي نه وي،  خپلو حملو او  عملیاتو ته به دوام ورکړي.

 د نړۍ   دسمندري تجارت کابو پنځلس فیصدي برخه د سرۀ سمندر او باب المندب له لارې ترسره کیږي،چې  په دوي کې د اسرائیلو تجارتي تګ راتګ  تر اویا فیصدي پورې  دسمندر له لارې  دی  چې په دغو شپو ورځو کې ورته کابو پنځه میلیارډ ډ الری    اقتصادي تاوانونه اوښتي دي .