-
د افغانستان د طالبانو هڅې د سیمې له امنیتي ګټو سره همغږې دي
Oct 17, 2026 13:14د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ترهګرۍ او نشهايزو توکو د قاچاق پر وړاندې د دافغانستان د طالبانو د حکومت هڅې د سیمې له امنیتي ګټو سره همغږې دي.
-
ډیپلوماسي او د کړکېچونو کمول د منځني ختیځ د ترینګلتیاؤ حل لارې دي
Oct 17, 2026 13:03د پاکستان د پوځ د سټراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر د فلسطین پر خلکو د اسرائیلو جنایتونه وغندل او د فلسطینیانو په ملاتړ کې ئې د پاکستان د خلکو پر ټینګ هوډ ټینګار وکړ. هغه وویل: د اسلاماباد تفاهملیک او د مکې تړون زمونږ ډیپلوماټیکې ژمنتیا څرګندوي او په منځني ختیځ کې د کړکېچونو د کمولو پر اړتیا ټینګار کوي.
-
ایران د اونۍ په هینداره کښې
Oct 17, 2026 11:43السلام علیکم، د تهران راډیو د ویب سایټ درنو لوستونکو! «ایران په تیره اونۍ کښې» د لړۍ د دې اوونۍ په خپرونه کې هم د ایران په مهمو خبرونو رڼا اچوو.
-
د دوام موندونکې او مخه نیوونکي قدرت لپاره هم جنګ او هم مذاکرت کوو
Oct 15, 2026 11:02پارس تودی ــ د ایران د اسلامي شورا رئیس ټینګار وکړ: کله چې وایم هم جګړه کوو او هم خبرې اترې، موخه مې دا نه ده چې نه ختمېدونکې جګړه یا همېشني مذاکرات وکړو؛ بلکې موخه دا ده چې داسې جګړه وکړو چې دښمن بېوسه او له هرې لارې ناهیلی شي، څو د ایران د ولس پر حق غوښتنو ته غاړه کېږدي.
-
د عربستان د هوايي دفاع تشه؛ ولې د یمن توغندي د دغه هېواد دفاعي سیستمونه ننګوي؟
Oct 15, 2026 15:01پارس ټوډې - د سعودي عربستان د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا د یمن د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي په برخې کې راپور شوې ناکامي، د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه مهمې پوښتنې راپورته کړې دي. د راپورونو له مخې، سعودي چارواکو د دغو بریدونو د لاملونو معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي؛ هغه بریدونه چې د ریاض نړیوال هوائي ډګر پشمول مهمې سیمې ئې اغېزمنې کړې او د مرګژوبلو راپورونه هم ورسره تړل شوي دي.
-
هرمز تنګی تړلی دی؛ تګ راتګ باید د ایران په همغږۍ ترسره شي
Oct 15, 2026 14:28پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د همغږۍ مرستیال ټینګار کړی چې هرمز تنګی تړلی دی او له دغه تنګي څخه هر ډول تګ راتګ باید د ایران په همغږۍ ترسره شي. هغه زیاته کړې چې د ایران وسلهوال ځواکونه پر دغې سیمې بشپړ کنټرول او څارنه لري.
-
په عربستان کې د ټینس نړیوالې سیالۍ وځنډېدې؛د عربستان پر سپورټي فعالیتونو هم جنګ اغیزې شیندلي
Oct 15, 2026 14:16پارس ټوډې – د سعودي عربستان له خوا پر بریدونو د یمن د وسلوالو ځواکونو له غبرګون او د امنیتي انديښنو له زیاتېدو وروسته، د عربستان په ریاض کې د ټینس نړیوالې سیالۍ له اکتوبر څخه دسمبر ته وځنډول شوې. همدارنګه، د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ملتونو د فوټبال جام د یوه کال ځنډولو احتمال هم مطرح شوی دی.
-
د ایران او پاکستان د مرکزي بانکونو مشرانو لیدنه؛ د اقتصادي اوتجارتي ملګرتیاو پراختیا
Oct 15, 2026 14:05پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي د چهارشنبې په ورځ د تایلنډ په پلازمېنې بانکوک کې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک د کلنۍ غونډې په څنډې کې د پاکستان د مرکزي بانک له مشر جمیل احمد سره وکتل او ورسره ئې خبرې اترې وکړې.
-
امریکا پر هسپانوي بېړیو د هر سفر لپاره د دوه لکه ډالرو مالیاتو اخستو وړاندیز کړی
Oct 15, 2026 13:56پارس ټوډې – د امریکا د سمندري سوداګرۍ فیډرالي کمیشن پر هسپانیا تور پورې کړی چې د امریکا بیرغ لرونکو بېړیو ته ئې د دغه هېواد بندرونو ته لاسرسی محدود کړی دی. دغه کمیشن وړاندیز کړی چې د هسپانیا د بیرغ لرونکو بېړیو پر هر سفر ۲۰۰ زره ډالره محصول ولګول شي او د دغه اروپائي هېواد پر ځینو وارداتي توکو هم محدودیتونه وضع شي.
-
د ایران پر ملکي وګړو د بریدونو په اړه د امریکا په کانګرس کې راپورته شوې اندېښنې(سیاسی تبصره)
Oct 15, 2026 13:19د ایران په ضد د امریکا د جنګ په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه د امریکا د کانګرس د لسګونو غړو وروستي اعتراضونه ښئي چې د جنګ انساني لګښتونه یوازې د جنګ په ډګر پورې محدود نه دي پاتې شوي، بلکې د امریکا په سیاسي او حقوقي بنسټونو کې ئې هم جدي پوښتنې راپورته کړې دي.