-
د پیغمبر په شان کې د هندو پنډت په سپکاوي باندې په اعتراض کې کشمیریانو سترې مظاهرې وکړې
Oct 13, 2024 02:49د کشمیر رسندوي خدماتو مرکز راپور ورکړی دی چې خلک د سرینګر ،بډګام،بارامولا،بانډيپوره ،کوپواړه او درست جنوبی کشمیر پشمول په مختلفو سیمو کې د جمعې لمانځه له ترسره کیدا وروسته سترې مظاهرې وکړې او ددغه افراطي هندو پنډت د فوري نیولو اوسزا کولو غوښتنې ئې کولې.
-
د ایران او پا کستان د ګاونډیو صوبو کلتوری راشه دیرشه زیاتیږي
Oct 13, 2024 02:43د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې د ایران کسنولګرۍ او کلتوری خونې مسئول او کلتوري آتاشي سید ابوالحسن میري د پاکستان د پلوچستان دصوبائي جرګې له مشر عبدالخالق اڅکزي سره کتنه کړې او دواړو په علمي ، پوهنتوني ،کلتوري حوزو کې او د اغیزشیندونکو ځوانانو او میرمنو د توانمنیو دملاتړ په حوزو کې ددواړو ګاونډیو صوبو د ملګرتیاؤ په باب سره خبرې اترې وکړې.
-
هاآرتص: د نتانیاهو خبیثې ډلې اسرائیلیان لیوني کړي دي او لاډیرې غمیزې به رامینځته کړي
Oct 13, 2024 08:59پارس ټوډی- یوې عبري رسنۍ د روانو جنګونو په سیوري کښې چې د اسرائیلو رژيم پیل کړي دي، د صهیونیسټانو له ګډوډ نفسیاتي حالت خبر ورکړی دی.
-
په ایران کې د افغانانو الیکټرانیک پيژندپاڼو ویشل زر پلیږي
Oct 13, 2024 01:29د افغانستان د طالبانو د حکومت د احصایو اواطلاعاتو د ادارې ویندوي ووئيل،د مهاجرینو حقوقي وضعیّت د ښه کولو او پيژندپاڼو ته د دوي د لاس رسي په لړ کې به په ایران کې ډیر زر د افغانستان د الیکټرانیک پيژندپاڼو د ویشلو بهیر پیل شي.
-
په پاکستان کې د فارسي ژبې له زده کړې سره دلچسپي زیاته شوې
Oct 13, 2024 01:02سحاب – د پاکستان په ترټولو لوي بندري ښار کراچۍ کې د ایران کلتوري خونې په دغه ترټولو لوي ښار کې د فارسي ژبې له زده کولو سره دلچسپي ترپام وړ پورې د زیاتیدا خبر ورکړی.
-
له اسرائیلو سره مبارزې ته د عراقي ځوانانو د چمتووالي اعلان؛ امریکا په لویدیځې آسیا کښې د ځايي قدرت خلاف ده
Oct 13, 2024 08:11پارس ټوډی- د بغداد د جمعې خطیب له صهیونیسټي رژیم سره مبارزې ته د زرهاؤ عراقي ځوانانو د چمتووالي خبر ورکړ.
-
د سرې میاشتې په ساحوي روغتون باندې د اسراییلو د برید په وړاندې د تهران د غلي بدل اخستو امکان
Oct 13, 2024 06:39پارس ټوډی- ایراني چارواکو د سوریې او لبنان په ګډه پوله کښې د ایران د انساني مرستو په ډیپو او ساحوي روغتون باندې د صهیونیسټي رژیم د برید په غندلو سره دغه جنایت د نړیوالو حقوقو څرګنده خلاف ورزي وبلله.
-
پوهنتون باید هیواد د علم او ټيکنالوجۍ لوړې څوکې ته ورسوي
Oct 12, 2024 12:47سحاب – د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل؛پوهنتون باید هیواد دټيکنالوجۍ او ساینس لوړې څوکې ته ورسوي.
-
د اسرائيلو په ضد د نړیوالې اجماع رامینځةکیدا
Oct 12, 2024 11:50په غزې تړانګې کې د اسرائيلو د بې مخینې جنایتونو په تیره بیا د فلسطینیانو دنسل وژنې په دوام سره او اوس د لبنان په ضد د هراړخیزو حملو په زیاتیدا سره چې د زرګونو کسانو د شهادت او ټپي کیدا او د لسګونو زره نورو خلکو له خپلو کورونو د کوچیدا لامل شوي، په نړیواله سویه د وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد نیوکې او محکومیّت مخ په زیاتیدا دي او ددغه جنایتکار صهیونیسټي رژیم د ورځ تربلې پر منزوي کیدا سربیره د اسرائيلو په ضد یوه نړیواله اجماع رامینځةشوې ده. دغه اجماع مختلف اړخونه لري.
-
ملګروملتو د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان دحکومت غوښته بیا رد کړه
Oct 12, 2024 08:30ملګروملتو په دغه نړیوال اورګان کې د افغانستان د رائ د حق د اعادې لپاره ددغه هیواد دنمایندګۍ غوښتنه رد کړې او په دې توګه افغانستان د یوه بل کال لپاره له دغه حقه محروم پاتې پاتیکیږي.