په ایران کې د افغانانو الیکټرانیک پيژندپاڼو ویشل زر پلیږي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د احصایو اواطلاعاتو د ادارې ویندوي ووئيل،د مهاجرینو حقوقي وضعیّت د ښه کولو او پيژندپاڼو ته د دوي د لاس رسي په لړ کې به په ایران کې ډیر زر د افغانستان د الیکټرانیک پيژندپاڼو د ویشلو بهیر پیل شي.
تسنیم خبری آژانس رآپور ورکړی،د افغانستان د طالبانو حکومت د احصایو او اطلاعاتو د برخې ویندوي محمد حلیم رافع په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دافغانانو لپاره د الیکټرانيکي پيژندپاڼو د ویشلو دمرکزونو د پرانیستو لپاره لازم کارونه ترډيره پرمخ تللي او ډير زر به دافغانستاني مهاجرینو لپاره دغه بهیر پيل شي.
هغه همداراز په مختلفو هیوادونو کې د الیکټرانیکي پيژندپآڼو د ویشلو دمرکزونو د جوړولو په خاطر د طالبانو د حکومت له خارجه وزارت سره ملګرتیا تفاهم نامې د لاسلیک کیدا خبر ورکړ.
د محمد حلیم رافع په ویناله دې مخکې ، د الیکټرانیکي پيژندپاڼو دو یشلو مرکز د افغان مهاجرینو لپاره په متحده عربی اماراتو کې رامینځةشوی ؤ او اوس ایران هم په لومړیتوب کې دی.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د احصایو اواطلاعاتو د ادارې ویندوي ،ووئيل دغه اداره هڅه کوي، څو دایران ،پاکستان،عربستان او ترکیې پشمول په مختلفو هیوادونو کې د الیکټرانيکي پيژندپاڼو د ویشلو مرکزونه اوآسانتیاوې رامینځةکړي.هغه ووئیل، په ایران کې ددغو مرکزونو دجوړولو لپاره د اړتیا وړ امکانات تیار شوي او د کارکونکو دګمارلو بهیر به هم ډیر زر بشپړ شي.
په عین حال کې په تهران کې د افغانستان سفارت په همداوروستیو کې دالیکټرانیک پيژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره دافغانستان داخل ته د مهاجرو محصیلینو د سفر د آسانولو لپاره یو لړ اقدامات پیل کړي دي ،البته دغه اقدام د ځینو محصیلینو له نیوکو او ناامیدۍ سره مخ شوی دی،ځکه دوي هیله مند دي ،په ایران کې د الیکټرانیکي پيژندپاڼو د ویشلو د مرکزونو په جوړولو سره د دوي مشکلات په آسانۍ سره حل کیږي.