-
د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د ډزو له امله ۷ تنه مړه او ټپیان شوي
Mar 17, 2024 04:10د امریکا د پنسلوانیا ایالت په ختیځ کې د فالس ټاونشپ په ښار کې د شنبې په سهار د مرګوني ډزو له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
-
په ننګرهار کې يوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زېږولي
Mar 17, 2024 03:15د ننګرهار عامې روغتيا رياست مسئولين وايي چې د جلالاباد په سیمهایز تخصصي روغتون کې یوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زیږولي چې څلور هلکان او یوه نجلۍ ده.
-
صهیونیسټان به د ایران د وېشلو آرمان قبر ته یوسي
Mar 17, 2024 02:46د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی، د ایران د تقسیم په اړه د صهیونیسټي رژیم د پخواني امنیتي چارواکي«مردخای کیدار» د څرګندونو په غبرګون کې وویل: تاسو به دغه ارمان قبر ته یوسئ.
-
د پاکستان لومړي وزیر بیا د سعودي ولیعهد ته د اسلام اباد د لیدو بلنه ور کړه
Mar 17, 2024 02:42د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان څخه بیا وغوښتل چې اسلام آباد ته په رسمي سفر ور شي.
-
متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلفوني خبرې وکړې
Mar 17, 2024 02:34د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټلیفوني خبرې وکړې.
-
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي
Mar 17, 2024 02:13د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې پر تسهیلاتو او د سوداګرۍ اسانتیاوو په تړاو خبرې کړي دي.
-
- د امریکا او صهیونیسټ رژیم له ګډو دسیسو سره د مقابلې لپاره د فلسطیني ډلو چمتووالی
Mar 16, 2024 11:12د فلسطین د ملی نوښتګر غورځنګ عمومی منشی مصطفی البرغوتی» په غزې تړانګې کښې د لنګرګاه د جوړولو په باره کښې د امریکې د حکومت او صهیونیسټ رژیم د نوې ګډې دسیسې په هکله خبرداری ورکړ.
-
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو هرکلی کړی دی
Mar 16, 2024 10:48د طالبانو سرپرست حکومت په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې له یوناما سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
-
ګوګل د اسراییلو د وژلې لپاره د تعقیب ماشین
Mar 16, 2024 09:07له څو ورځو راهیسې په رسنیو کې د ګوګل د دغه کارمند د ګوښه کولو خبرونه خپریږي او په داسې حال کې چې د ګوګل ویاند د دغه کارمند د ګوښه کولو چټي دلایل وړاندې کړي، د بشري حقوقو ډلې په دې باور دي چې دغه کس د اسراییلو لخوا د غزې د خلکو په وژلو په اعتراض کې له دندې ګوښه شوی دی.
-
په غزه کې د وږیو کورنیو په ملنډه کې فرانسوی حقارت
Mar 16, 2024 08:23د فرانسوي مجلې لیبریشن " په توکمپاله اوسپکونکی انځور کې یوه فلسطینۍ ښځه د خپل ماشوم تر څنګ ناسته ده چی ژبه یې د لوږې له امله له خولې وتلې او په غوسه شوی سړی چی له خوله یی اوبه روانې دي په هغو موږکانو پسې منډې وهي چی په خله کې یی هډوکي دي ، دا سړی هڅه کوي چې د موږک له خولې هډوکي وباسي، خو ښځه سړي ته وايي چې د لمر له لوېدو مخکې دا کار مه کوه، چی مطلب یی د ماښام د اذان وخت او د افطار پیل دی .