صهیونیسټان به د ایران د وېشلو آرمان قبر ته یوسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147782-صهیونیسټان_به_د_ایران_د_وېشلو_آرمان_قبر_ته_یوسي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی، د ایران د تقسیم په اړه د صهیونیسټي رژیم د پخواني امنیتي چارواکي«مردخای کیدار» د څرګندونو په غبرګون کې وویل: تاسو به دغه ارمان قبر ته یوسئ.
(last modified 2024-03-16T22:18:45+00:00 )
Mar 17, 2024 02:46 Asia/Kabul
  • صهیونیسټان به د ایران د وېشلو آرمان قبر ته یوسي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی، د ایران د تقسیم په اړه د صهیونیسټي رژیم د پخواني امنیتي چارواکي«مردخای کیدار» د څرګندونو په غبرګون کې وویل: تاسو به دغه ارمان قبر ته یوسئ.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی«ناصر کنعاني» د شنبې په ورځ په مجازي نړۍ کې په یو پیغام کې وویل: د صهیونیسټي رژیم پخوانی امنیتي چارواکی  «مردخای کیدار» او د سادات بیګن په نامه د فکري کوټې غړي په ناوړه څرګندونو کې ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت باید په شپږو هېوادونو ووېشل شي.

ناصر کنعاني څرګنده کړه: له زوال سره مخ صهیونیسټانو ته یو ځل بیا یادونه کول پکار دي، چې د مختلفو قومونو له ډلې څخه چې د اسلامي ایران ښکلی بدن جوړوي، په تېرو ۴۵ کلونو کې کابو ۲۵۰ زره کسانو د دې خاورې لپاره ځانونه قرباني کړي دي، تر څو دا خاوره یوه موټې، غښتلې او ځواکمنه پاتې شي او د هغې له خاورې یوه لوېشت هم کمه نشي.

کنعاني همدارنګه وويل: د تېرو څلوېښتو کلونو د نورو باطلو آرمانونو په شان، هغه جنايتکاران چې نه دې توانېدلي حتی په غزې تړانګه کې د مقاومت د يوه ولسي غورځنګ په مقابل کې سر پورته کړي او د خپلو نه جبرانېدونکو ناکاميو د جبران لپاره، په قصدي توګه ښځې او ماشومان وژني، د ايران د وېشلو هیله به هم قبر ته یوسي.