-
د اسپانیا لومړي وزیر په ملګرو ملتونو کې د ټرمپ څرګندونې له واقعیته لیرې وبللې
Sep 23, 2026 17:33پارس ټوډې ـ د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا «له حده ډېره ایئډیالوژیکه» وبلله او وې ویل چې دغه وینا د واقعیتونو او معلوماتو له ملاتړه برخمنه نه وه.
-
د ملګروملتو امنیت شورا دې پر ایټمي تاسیساتو برید جدي وګڼي
Sep 19, 2026 05:11پارستودي – په ویانا کې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو اورګانونو په مقر کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي سفیر او استازي، د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د عمومي کنفرانس په اویایمې غونډې کې، د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د سیف ګارډز تر څارنې لاندې پر ایټمي سایټونو او تاسیساتو د هر ډول برید یا د برید د ګواښ پر وړاندې د مقابلې غوښتنه وکړه.
-
د ایران د ایټمي پروګرام پر ضد د بیا مطرح شویو تورونو ماهیت تخنیکي نه، بلکې سیاسي دی
Sep 11, 2026 14:00پارس ټوډې ــ په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر او سرپرست استازي د امنیت شورامشر ته په یوه لیک کې ویلي چې د ایران د سولهییز ایټمي پروګرام پر ضد بیا مطرح شوي تورونه تخنیکي نه ، بلکې سیاسي ماهیت لري.
-
بقايي: د امریکا او د اروپا لخوا د اسنیپ بیک» ادعا هیڅ حقوقي بنسټ نلري
Sep 10, 2026 10:39پارس ټوډې- د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک تصویبیدا ته په اشارې سره هغه یو متناقض، غیرقانوني او سیاسي اقدام وباله.
-
په سیمه کې تلپاتې سوله ؛د صهیونیسټي رژیم د ایټمي وسلو د ختمولو په سیوري کې
Aug 23, 2026 15:38پارسټوډي: تر هغه مهال چې د صهیونیسټ رژیم ایټمي وسلې، چې په لوېدیځي آسیا سیمې کې یوازینی ایټمي رژیم بلل کېږي، د دغه رژیم د قصدي ایټمي ابهام او د نړیوالې ټولنې د چُپتیا په سیوري کې پټې وي، په سیمې کې د ایټمي بېوسلې کولو په اړه هر ډول خبرې به بېمعنا او له ریاکارۍ ډکې وي.
-
د ایران په جنوب باندې د امریکې په پوځي تیري کښې ۳ تنه شهیدان او ۸ ژوبل شول
Jul 18, 2026 10:46پارس ټوډی- د ایران په سویل کښې د هرمزګان ولایت د والي سیاسي، امنیتي او اجتماعي مرستیال د دغه ولایت په ځینو سیمو باندې د امریکايي دښمن د بریدونو له امله د درې کسانو د شهادت او اتو نورو د زخمي کیدو خبر ورکړ.
-
د ایران بمبار شويو ایټمي مرکزونو ته د آژانس د پلټونکو د لاسرسي ادعا ناسمه ده
Jul 02, 2026 16:42پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر وویل، دا ادعا چې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس (IAEA) پلټونکو ته د ایران بمبار شويو اټومي مرکزونو ته د لاسرسي اجازت ورکړل شوی، په بشپړه توګه ناسمه ده. هغه زیاته کړه چې اوس مهال دغه آژانس یوازې دوو ځایونو ته د لاسرسي حق لري؛ یو د بوشهر اټومي برېښناکوټ او بل د تهران څېړنیز ریکټور دی، او لاسرسی هم یوازې همدې دوو ځایونو پورې محدود دی.
-
واکمنې شورا ته د عراقچي لیک؛ امریکا د اوسني بحران اصلي عامله ده
Jun 10, 2026 12:17پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او درو اروپائي هېوادونو له خوا د ایران پر ضد د ترسره شوي غیرقانوني اقدام په اړه د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا غړو ته یو لیک استولی دی.
-
په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله نشته
Jun 08, 2026 06:26د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان په خاورې کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو شتون او فعالیت یو ځل بیا رد کړ.
-
غریبآبادي: له امریکا سره هر ډول تفاهم باید د ایران ملي ګټې تضمین کړي
Jun 05, 2026 15:25پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال ټینګار وکړ: تر هغه چې د ایران ملي ګټې په بشپړه توګه تضمین نه شي، له امریکا سره به هېڅ تفاهم لاسلیک نه شي.