د ملګروملتو امنیت شورا دې پر ایټمي تاسیساتو برید جدي وګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178310-د_ملګروملتو_امنیت_شورا_دې_پر_ایټمي_تاسیساتو_برید_جدي_وګڼي
پارس‌تودي – په ویانا کې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو  اورګانونو  په مقر کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي سفیر او استازي، د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  د عمومي کنفرانس په اویایمې غونډې کې، د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د  سیف ګارډز  تر څارنې لاندې   پر ایټمي سایټونو او تاسیساتو د هر ډول برید یا د برید د ګواښ پر وړاندې د مقابلې غوښتنه وکړه.
(last modified 2026-09-19T05:57:02+00:00 )
Sep 19, 2026 05:11 Asia/Kabul
  • د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د عمومي کنفرانس په اویایمې غونډې کې د خپلې وینا پر مهال؛ رضا نجفي
    د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د عمومي کنفرانس په اویایمې غونډې کې د خپلې وینا پر مهال؛ رضا نجفي

پارس‌تودي – په ویانا کې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو  اورګانونو  په مقر کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي سفیر او استازي، د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  د عمومي کنفرانس په اویایمې غونډې کې، د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د  سیف ګارډز  تر څارنې لاندې   پر ایټمي سایټونو او تاسیساتو د هر ډول برید یا د برید د ګواښ پر وړاندې د مقابلې غوښتنه وکړه.

د پارس‌تودي د راپور له مخې، رضا نجفي د اټومي انرژۍ د نړیوال  آژانس  د عمومي کنفرانس په اویایمه غونډه کې په خپلې وینا کې ټینګار وکړ: په وروستیو کلونو کې نړۍ د سوله‌ییزو موخو لپاره د ایټمي انرژۍ د کارولو په اړه د دوو متضادو بهیرونو شاهد وه.

هغه وویل، له یوې خوا ایټمي انرژي د انرژۍ له تر ټولو باوري، پاکو او شنو سرچینو څخه یوه ګرځېدلې ده؛ خو له بلې خوا، پر سوله‌ییزو ایټمي تاسیساتو وسله‌وال بریدونه د شمېر او شدت له پلوه بې‌ساري کچې ته رسېدلي، چې د دغو بریدونو د عادي کېدو خطره له ځان سره لري.

هغه ټینګار وکړ: د ایټمي انرژۍ د نړیوال  آژانس د اصلي هدف له نظره، دغه بریدونه د هېوادونو د سوله‌ییزې ایټمي انرژۍ د حق د عملي کولو بهیر په جدي ډول ګډوډوي. دغه بریدونه د ایټمي انرژۍ د نړیوال  آژانس واک کمزوری کوي او د هغې د سیف ګارډز سسټم  اعتبار له پوښتنې سره مخ کوي. که د سیف ګارډز  تر پوښښ لاندې تاسیسات له مجازاتو پرته بمبار شي،د اټومي انرژۍ  د نړیوال آژانس  باور کمېږي او د اټومي وسلو د نه خپرېدو د تړون  یا این پي ټي او د دغه  آژانس  د اساسنامې بنسټ له منځه ځي

هغه ټینګار وکړ: د نړیوال قانون پر بنسټ، دا ټول جنایتونه د تېري کوونکو د نړیوال مسئولیت سبب کېږي او هغوی پابنده کوي چې خپل غیرقانوني نړیوال اقدامات ودروي، د دغو اقداماتو د بیا نه تکرارېدو لپاره مناسب ډاډ  او تضمینونه وړاندې کړي او هغه زیانونه او تاوانونه چې یې اړولي، په بشپړه توګه جبران کړي.

نجفي وویل: نړیواله ټولنه باید د سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو پر وړاندې د هر ډول برید یا د برید د ګواښ په اړه د صفر زغم سیاست غوره کړي. د ایټمي فعالیتونو په اړه هر ډول صادقانه اندېښنه باید یوازې د سوله‌ییزو لارو، ډیپلوماسۍ او همدارنګه د منل شوو حقوقي میکانیزمونو له لارې حل شي.