-
د ملګرو ملتونو له د اسلام ضده پروسې په وړاندې د مبارزې تود هرکلی کوو
Jun 11, 2025 10:12د نړیوال اسلامي اتحاد په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د ملګرو ملتو د اسلام ضده پروسې په وړاندې د مبارزې لپاره د ځانګړي استازي ددریځ هرکلی کوو.
-
محمودعباس د مقاومت د وسلو په اړه د بحث رواوالی نه لري
Jun 11, 2025 10:01د فلسطین د مقاومتی چورلیز یوه مسئول مقام سامي ابو زهري ويلي: د فلسطين د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس هېڅ رواوالی نه لري چې د مقاومت د وسلو په اړه خبرې وکړي او په دې اړه پريکړه هغه کسان کوي چې د صهيونيستي رژيم پر وړاندې مقاومت کوي، نه هغه کسان چې ورسره ملګرتیا کوي.
-
اروپائي اتحادئې او ۵ هيوادونو د الوتکو د واردولو په وړاندې د ټرمپ د تعرفو په اړه اندېښنه وښودله
Jun 11, 2025 09:28پارس تودي – اروپائي اتحادئې او پنځو هېوادونو په درستې نړۍ کې د هوافضا او د الوتکو له شرکتونو سره یوځای د ډونالډ ټرمپ پر حکومت دباؤ زیات کړی څو د تجارتي الوتکو او د هغوی د پرزو پر واردولو د نوو تعرفو له لګولو دې ډډه وکړي.
-
د ایټالیایی موسسې مشر: د ایران اسلامي انقلاب مونږ اروپایانو ته چې د متحده ایالاتو له کلتوري سلطې اغیزمن شوي ، د خلاصون لاره وښودله
Jun 11, 2025 08:44پارس ټوډې - په ایټالیا کې د "اروپایي هویت" کلتوري انستیتیوت مشر، په نړیوالو معادلو د ایران د اسلامي انقلاب معنوي او سیاسي اغیزو ته په اشارې سره، دا پیښه د ملتونو لپاره یوه لویه کلتوري بیا رغونه او الهام بخښونکي وګڼله.
-
په افغانستان کې لا هم ۲۸۰ نړیوالې موسسې فعالیت کوي
Jun 10, 2025 04:12د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند «عبدالرحمان حبیب» ویلي چې دمګړۍ ۲۸۰ نړیوال بنسټونه د سلګونو کورنیو بنسټونو ترڅنګ په افغانستان کې فعالیت کوي.
-
که آژانس د همکارۍ قدر ونه کړي، د ملګرتیا کچه به معمول ته ټیټه کړو
Jun 10, 2025 04:10د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مرستیال بهروز کمالووندي وویل چې که د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس د ایران د ملګرتیا قدر ونه کړي نو تهران به له آژانس سره خپله همکاري، عادي سطحې ته کمه کړي.
-
نجفي: د ایران خلاف پریکړه لیک ته به سخت غبرګون وښایو
Jun 10, 2025 04:07د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران استازي د واکمنې شورا د پرونۍ غونډې په هکله وویل: کومې ادعاوې چې په دې غونډې کښې وشوې، ډیرې پخوانۍ دي او په هکله یې د آژانس رپورټ هم خپور شوی دی.
-
د ملي امنیت د عالي شورا خبرپاڼه: د ایران ګوته په ماشې ده
Jun 10, 2025 03:59د ایران د اسلامي جمهوریت عالي شورا ویلي دي: د هیواد په ایټمي تاسیساتو باندې د صهیوني رژیم احتمالي تیري ته به سمدستي د هغه په پټو ایټمي تاسیساتو باندې په حملې سره او اقتصادي او پوځي بیخ بناو په هکله هر ډول شرارت ته به، د تیري د ډول مطابق ځواب ورکړو.
-
سلامي: په اسرائيلو کښې د ایراني توغندیو د لګیدو ځاې لا کره شو
Jun 10, 2025 03:56د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان د اطلاعاتو وزیر ته یو پيغام استولی او په کښې یې لیکلي دي: د صهیونیسټي رژیم په امنیتي، پوځي او ایټمي زیربناو کښې د نفوذ ستره بریا به، د ایراني میزایلونو د لګیدو ځاې لا دقیق او رسا کړي.
-
د پانګونې په کنفرانس کې د ګډون لپاره د طالبانو پلاوی ازبکستان ته لاړ
Jun 10, 2025 03:52د افغانستان د طالبانو د حکومت یو جګپوړی پلاوی د ازبکستان د پانګونې په څلورم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی. د صنعت او سوداګرۍ د وزیر، نورالدین عزیزي، په مشرۍ په پلاوي کې د طالبانو د اسلامي امارت د شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال هم شامل دی.