نجفي: د ایران خلاف پریکړه لیک ته به سخت غبرګون وښایو
د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران استازي د واکمنې شورا د پرونۍ غونډې په هکله وویل: کومې ادعاوې چې په دې غونډې کښې وشوې، ډیرې پخوانۍ دي او په هکله یې د آژانس رپورټ هم خپور شوی دی.
رضا نجفي زیاته کړه: د واکمنې شورا په پرونۍ غونډې کښې عمومي منشي په ابتدايي وینا کښې د ایران موضوع ته اشاره وکړه. البته د ایران او امریکې ترمینځ مذاکراتو ته یې هیله څرګنده کړه. کومې ادعاې هم چې مطرح شوې، د تیرو کلونو اړونده دي او د دغو ادعاو په اړه د آژانس رپورټ خپور شوی دی.
هغه زیاته کړه: دا ډیره عجیبه ده چې ویل کیږي ایران ملګرتیا نه کوي، حال دا چې ایران د نړۍ یوازې ۳ فیصده ایټمي تاسیسات لري خو په ایران کښې د آژانس د تصدیق د اقداماتو اندازه ۲۲ فیصده ده. د ایران د ایټمي فعالیتونو د ازموینې او تصدیق په لړ کښې هر کال کابو ۲۲ میلیون ډالر لګول کیږي.
نجفي زیاته کړه: آژآنس په ۲۰۲۴ کال کښې ۲۳۴ ورځې تلاشۍ درلودې چې که دا ورځې په کاري ورځو وویشل شي نو وینو چې تقریباً هره ورځ د آژانس ۴۰ مفتشان د ایران په ایټمي تاسیساتو کښې موجود وو.