-
د ایران په ضد د محاصرې او د تېلو د بندیزونو ترختمیدا پورې به،هرمز تنګی بند وي
Aug 19, 2026 05:00پارس ټوډې: د ایران د اسلامي شورامشر وویل: «هغې وهمي امریکا ته په څرګنده وایم، تر هغه وخته چې په تفاهملیک کې د امریکا ژمنې، له محاصرې رانیولې، د کنګل شویو شتمنیو تر خوشې کیدا، د تېلو د بندیزونو تر لیرې کیدا، په ټولو جبهو کې د ګواښونو او پوځي عملیاتو پای ته رسیدا او د نورو هغو شرطونو تر پوره کیدا پورې چې امریکا ئې په تفاهملیک کې د عملي کولو ژمنه کړې، پلي نه شي، هرمز تنګی به خلاش نه شي.
-
د رڼا سرچینې-193 (د شپې لمونځ)
Aug 18, 2026 16:12د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې درسره د مزمل سورې د شلم آیت د نزول د شأن په باب درسره غږیږو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد؛ ۶۷ سلنه امریکایان له ایران سره له جګړې ناخوښ دي
Aug 18, 2026 15:59پارس ټوډې ـ د رویټرز/ایپسوس د هغې نظرپوښتنې له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ محبوبیت د هغه د ولسمشرۍ په دوره کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او د امریکایانو غوڅ اکثریت له ایران سره د امریکا د جګړې د اوږدېدو په اړه اندېښمن دي.
-
د کابل د دشت برچي په سیمه کې چاودنې ۵۲ تنه ټپیان کړي
Aug 18, 2026 15:47د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د شمع هدایت په نوم په یوه خصوصي ښوونځي کې د لاسي بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۲ تنه ټپیان شوي دي.
-
د افغانستان او ایران د ګډې خونې په مشرۍ ۳۰ کسیز پلاوی تهران ته راغې
Aug 18, 2026 14:42د افغانستان د خصوصي سکتور يو ۳۰ کسیز پلاوی، د افغانستان او ایران د ګډې خونې د مشر کمالالدین توحید په مشرۍ، د نړیوال ساختماني صنعت په نندارتون کې د ګډون په موخه تهران ته راغلی دی. د دغه پلاوي په ترکیب کې یو شمېر افغان سوداګر او د خصوصي سکتور استازي شامل دي.
-
صهیونیستي رژیم د سوریی په شمال کې یو هوايي ډګر په نښه کړ
Aug 18, 2026 12:51پارس ټوډې - عربي رسنیو د سوریې په شمال کې، د ادلب ښار په څنډه کې پر یوه پوځي هوايي ډګر د صهیونیستي رژیم د هوايي برید خبر ورکړی دی.
-
عراقچي د عراق د امنیت، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا په ملاتړ کې د ایران پر اصولي دریځونو ټینګار وکړ
Aug 18, 2026 06:48پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل عراقي سیال سره په خبرو کې د عراق د امنیت، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا په ملاتړ کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر اصولي دریځونو ټینګار وکړ.
-
اردوغان له ټرمپ سره په خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچونو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ غوښتنه وکړه
Aug 18, 2026 06:44پارس تودی- د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په شپه له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچونو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ غوښتنه وکړه.
-
د کوشنر ادعا: ټرمپ نه غواړي له ایران سره د هوکړې لپاره بیړه وکړي
Aug 18, 2026 06:42پارس تودی-د امریکا د ولسمشر سلاکار جرد کوشنر ادعا وکړه چې ایران په جدي توګه خبرې او تعامل کوي، خو ډونالډ ټرمپ نه غواړي له ایران سره د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره بیړه وکړي.
-
پاکستان یو ځل بیا هند ته د پوځي اقداماتو د پایلې په اړه خبرداری ورکړ
Aug 18, 2026 06:40پارس تودی-پاکستان یو ځل بیا هند ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکو کې هر ډول پوځي اقدام به د اسلاماباد له پرېکنده او نامتناسب ځواب سره مخ شي.