-
په سوات او لکي مروت سیمو کې د پاکستاني پولیسو او وسله والو ترمنځ د نښتې له امله اوښتې مرګ ژوبله
Sep 26, 2024 14:10پاکستاني ډان نیوز رسنۍ د سوات او لکي مَروت په سیمو کې د پاکستاني پولیسو او ترهګرو ترمنځ د نښتو خبر ورکړی دی.
-
د صهیونیسټي رژیم په هوایي یرغل کې ۷۰ لبنانیان په شهادت رسېدلي
Sep 26, 2024 14:06صهیونیسټي رژیم په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې څه دپاسه شېیته ځله د لبنان پر بقاع سیمې بمبارې کړې ده. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه اویا کسان په شهادت رسېدلي دي. همدارنګه، د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش د لبنان د حالاتو د څېړنې په ناسته کې، د لبنان پر خاورې د اسرائیلو بریدونه غندلي دي.
-
په لوېدیځه آسیا کې د جګړې د پراخېدو په اړه د ایران خبرداری
Sep 26, 2024 13:55د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان د وضعیت څېړلو په ناسته کې، چې تېره شپه په بېړنۍ توګه ترسره شوه، ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د صهیونیسټي رژیم له خوا پر لبنان کې د ملکیانو د وژنې د مخنیوی لپاره خپله دنده ترسره کړي.
-
حزب الله تل ابیب په نښه کړ؛ یو میلیون صهیونیسټان په پټنځایونو کې پټ شول
Sep 26, 2024 08:11پارس ټوډې - د صهیونیسټي پوځ راډیو، د لبنان د حزب الله لخوا پر تل ابیب باندې د لومړي راکټي برید خبر ورکړ.
-
صهیونیسټي رژيم غزه د نړۍ په تر ټولو لويې هديرې بدله كړې ده
Sep 25, 2024 02:53د ترکیې ولسمشر په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا د نیوکې ترڅنګ اعلان وکړ چې نیواکګر رژیم د غزې تړانګه د نړۍ په ترټولو ستر قبرستان بدله کړې ده.
-
په غزه او لبنان کې په پراخه کچه نسل وژنه روانه ده
Sep 25, 2024 02:26د ایران د حکومت ویاندې وویل، له بده مرغه په غزه او لبنان کې، د نژاد پرست رژیم له ناوړه او لیونتوب چلند سره مل، په پراخه پیمانه نسل وژنه روانه ده.
-
صهیونیسټي رژیم د زیاتې وژنې په موخه، په غزې تړانګه کې د کډوالو پنډغالي په نښه کوي
Sep 25, 2024 02:22د بشري حقونو یوه مرکز اعلان وکړ چې صهیونیسټي رژیم د زیاتې وژنې په موخه، په غزې تړانګه کې د کډوالو پنډغالي په نښه کوي.
-
د فلسطینیانو په اړه د بشري حقونو د فعالانو پر چوپتیا نیوکه
Sep 21, 2024 02:38پارس ټوډې - په ملګرو ملتونو کې فلسطیني ډیپلومات د فلسطینیانو په اړه د بشري حقونو د فعالانو پر چوپتیا اعتراض وکړ.
-
په لبنان کې د ایران سفارت په بیروت کې د صهیونیسټي رژیم برید وغانده
Sep 21, 2024 02:23په لبنان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پرون (جمعه) د بیروت په سویل په ضاحیه سیمه کې د صهیونیسټي رژیم هوایي برید وغانده.
-
د کومو هېوادونو برېښنایي توکي کولای شي د نورو ټولنو د مصرف کوونکو پروړاندې پوځي وسله وي؟
Sep 21, 2024 02:20پارس ټوډې - د پوهنتون یو استاد او د ایکس ټولنیزې شبکې فعال، په لبنان کې د پیجرونو د چاودنې په غبرګون کې لیکلي: "د لوېدیځ شرکتونو محصولات کولای شي ستاسو، ستاسو د کورنیو او ستاسو شاوخوا خلکو لپاره د وسلې په توګه وکارول شي."