-
د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترينګلتيا اصلي لامل د ټي ټي پي پر خلاف نه اقدام دی
Sep 17, 2023 10:22يوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله پرانيستل شوه، خو د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اساسي کړکېچ لاهم نه دی حل شوی.
-
د ټولګډونه حکومت جوړېدو په اړه د هېوادونو غوښتنې د منلو نه دي
Sep 17, 2023 10:16د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد د امریکا له لوري افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کولو په اړه د یاد هېواد غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، د اوسني حکومت له لوري به دغه غوښتنه هېڅکله ونه منل شي.
-
لوګر کې ناپېژنده کسانو یو ښوونکی وژلی
Sep 17, 2023 10:12د لوګر د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ په «برګ» کلي کې ناپېژنده کسانو یو ښوونکی په ډزو وژلی دی.
-
په بامیانو کې یوه هلک خپل پلار په چړې سره وژلی
Sep 17, 2023 10:07د بامیانو سیمه ایز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «کیڼ دره» په سیمه کې یوه هلک خپل پلار په چړو وهلی دی.
-
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل
Sep 17, 2023 10:04د طالبانو کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي د ایران هېواد د سفیر له مرستیال غلام رضا نجاري سره وکتل.
-
په افغانستان کې به سږ کال څه باندې ۲۳ زره ټنه زعفران راټول شي
Sep 17, 2023 09:53د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو په صادراتو کې کموالی راغلی دی. د زعفرانو یو شمېر کاروباریان د ویزې اخیستنې په برخو کې ستونزې او پر بانکونو محدودیتونه، هغه لاملونه په ګوته کوي، چې پر دغه بهیر یې منفي اغېز کړی دی.
-
تاجکستان او ازبیکستان د طالبانو پر سیاستونو اندېښمن دي
Sep 16, 2023 13:56د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د منځنۍ آسیا د هېوادونو د مشرانو په مشورتي غونډه کې وویل: موږ لا هم له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښمن یو.
-
نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د انګورو صادرات
Sep 16, 2023 11:38سږ کال د افغانستان له کندهار ولایت څخه ۱۵ زره ټنه انګور د نړۍ بازارونو په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
-
طالبانو په غور کې د یوې بهرنۍ مؤسسې ۱۸ کارکوونکي نیولي
Sep 16, 2023 09:43د 'آی اې ایم' یا نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم یو سازمان تایید کړې چې په غور ولایت کې یې د یوه بهرني کارکوونکي په ګډون اتلس کارمندان نیول شوي دي.
-
د افغانانو په ګډون۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي
Sep 16, 2023 09:31د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.