طالبان دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138868-طالبان_دې_له_شپږم_ټولګي_پورته_د_نجونو_ښوونځي_پرانیزي
افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ وايي چې سرپرست حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زده‌ کوونکو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.
(last modified 2023-09-22T05:48:26+00:00 )
Sep 22, 2023 09:49 Asia/Kabul
  • طالبان دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي

افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ وايي چې سرپرست حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زده‌ کوونکو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

د سلام وطندار راډیو د خبر له مخې، د یاد بنسټ چارواکو د یوې غونډې پرمهال وویل چې دوی د ښځینه ښوونځیو پرانېستلو ته په تمه دي او په وینا یې، دې برخه کې د سرپرست حکومت چارواکو سره خبرې روانې دي.

افغانستان کې د ترکیې پوهنې بنسټ په اتو ولایتونو کې د ۴۵ ښوونځیو ۷زره زده‌کوونکو ته معیاري ښوونیز خدمات وړاندې کوي.

د ترکیې پوهنې بنسټ داسې مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي، چې یوشمېر نجونې هم وايي، د سرپرست حکومت چارواکي دې د دوی پر مخ د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي پرانیزي.

د ښځینه زد‌ه‌کوونکو په وینا، د طالبان دې هرڅه ژر د نجونو د زده‌کړو لپاره یوه کړنلاره چمتو کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل حتمي دي.