-
طالبانو په چین کې افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکړې خبر ورکړی، نور جزئیات په راپور کې واورئ
Feb 05, 2024 10:32په بېجینګ کې د افغانستان سفارت په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په چین کې مېشت افغانان کولای شي له شرایطو سره سم نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي.
-
تېره میاشت په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ له امله ۳۸۳ کسان مړه شوي
Feb 05, 2024 07:53د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روان میلادي کال د جنورۍ په وروستیو دوو اونیو کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
-
کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو هرکلی کوو
Feb 04, 2024 01:58د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په کابل کې د امریکا سفارت د پرانیستلو په اړه له خپرو شویو راپورونو سره سم ویلي، که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول پرېکړه وي، دوی یې هرکلی کوي.
-
په بلخ او لوګر ولایتونو کې د دوو کورنيو لس غړي وژل شوي
Feb 04, 2024 01:30د افغانستان په بلخ او لوګر ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې د دوه کورنيو لس غړي وژل شوي دي.
-
په روان لمريز کال کې د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار ٦٢ ترافیکي پېښې شوي
Feb 04, 2024 00:57د افغانستان په لغمان ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي خبر ورکوي چې د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې د کابل ـ جلال آباد پر لویه د دې ولایت په مربوطاتو کې ٦٢ ترافیکي پېښې رامنځته شوې، چې ۵۳ تنه پکې مړه او ۱۶۷ تنه نور ژوبل شوي دي.
-
ډیورنډ رسمي پوله ده او نړیوالو په رسمیت پېژندلې
Feb 03, 2024 02:00د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې د افغانستان پر واکمن رژیم د پخوانیو تورونو د دوام تر څنګ، د یوه طالب وزیر وروستیو څرګندونو ته چې د ډیورنډ کرښې په اړه یې کړې وې، ضمني غبرګون وښود.
-
میدان وردګو کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان دي
Feb 03, 2024 01:39د افغانستان د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ مسئولانو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه ولایت اړوند د کابل-کندهار پر لویې لارې ټرافیکي پېښه شوې، چې له امله یې درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
-
په کابل کې د ځمکې لاندې د یوه مارکېټ جوړولو چارې پيل شوې
Feb 03, 2024 01:28کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند له سپاهي ګمنام څلور لارې څخه تر پل خشتي پورې د ځمکې لاندې د یوه مارکیټ جوړولو چارې پيل کړې.
-
تراوسه له پاکستان څخه تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي
Feb 02, 2024 02:02د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو پنځه میاشتې پوره شوې، چې په دې موده کې تر پنځه سوو زرو ډېر افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستل شوي دي.
-
طالبان دې په سمدستي ډول د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام واخلي
Feb 02, 2024 01:38د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي چې طالبان دې په سمدستي او اغېزناکه توګه د «ترهګرو ډلو» پر وړاندې اقدام وکړي.