۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i148064-۷۹_سلنه_افغانان_د_څښاک_پاکو_اوبو_ته_لاسرسی_نه_لري
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل یوه تازه راپور کې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د اوبو د کمښت مسله ارزولې او ویلي چې، د دغه هېواد ۷۹ سلنه خلک په کافي اندازه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
(last modified 2024-03-23T21:40:13+00:00 )
Mar 24, 2024 02:07 Asia/Kabul
  • ۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل یوه تازه راپور کې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د اوبو د کمښت مسله ارزولې او ویلي چې، د دغه هېواد ۷۹ سلنه خلک په کافي اندازه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د اوبو د کمښت لاملونه هم په ډاګه شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې، شدیدو وچکالیو، اقتصادي بې ثباتیو او اوږد مهاله جګړو، د دغه هېواد د اوبو بېخ بناوې مختل کړي، چې دغه وضعیت  اقلیمي بدلون لاپسې خراب کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې په روان هجري- لمریز کال کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو د مدیریت په برخو کې ۳۰۰ پروژې عملي شي.