-
په افغانستان،پاکستان کې په کروناککړتیا او قربانیان ئې نورهم زیات شوي
Apr 16, 2020 08:51د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړی ،که ددغه هیواد خلک د کرونا ویروس په پيزواني کولو کې بې احتیاطي وکړي ،نو دپاکستان دسلامتیا نظام به ددغه ویروس په وړاندې دلازیات مقاومت توان ونه لري .
-
په کرونائي بحران کې بې مسئولیّتي،د نړۍ د خلکو د ژوندقاتله امریکا
Apr 16, 2020 07:44ټرمپ د روغتیا د نړیوالې ادارې یعني د هغې ادارې د مالی سرچینو په غوڅولو سره،چې شپه ورځ هڅه کوي د کرونا ویروس په وړاندې د نړۍ د خلکو ژوند وساتي ، عملا یو ځل بیا وښودله ، یوازې د خپلو سیاسی ګټو په فکر کې دی ، او د د انسانانو د ژوند ساتل چې ، دبشری حقوقو د رعایتولو لومړنی اصل دی ، د امریکا ، بلکې د ټرمپ لپاره څه معنا نه لري .
-
په ایران کې په کروناویروس ککړکابو۵۲زره کسان ښه شول
Apr 16, 2020 10:43په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر تر نن پورې څه دپاسه دوه میلیون کسانو ته رسیدلی چې له دغو کسانو څه دپاسه یو لک پنځه دیرش زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او له درملنې وروسته کابو پنځه لکه شپاړس زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .
-
له کروناسره دګډې مبارزې لپاره دې طالبان اوربندوکړي
Apr 16, 2020 08:31دافغانستان ولسمشر همداراز ولس ته په دغې وینا کې له وسلهوالو طالبانو څخه هم د اوربند غوښتنه بیا تازه کړه او پر دوي ئې غږ کړی چې په دې توګه دې له کرونا وبا سره د مبارزې له هڅو سره مرسته وکړي.
-
د کورونا وائرسو په خپرېدو د افغانستان د روغتيا د وزارت اندېښنه
Apr 16, 2020 01:15د افغانستان د روغتيا وزارت په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره خبردارے ورکړ که خلق طبي سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړي نو دغه وائرس به يې کورونو ته اورسيږي.
-
په هند او پاکستان کښې په کورونا داخته کسانو او مړو شمېر مخ په زياتېدو دے
Apr 16, 2020 00:37په هند او پاکستان کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو او له کبله يې د مړو شمېر مخ په زياتېدو دے.
-
د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې په بندولو کښې د امريکې فېصله د بشريت په خلاف جنايت دے
Apr 16, 2020 00:22د ايران د خارجه وزارت وياند د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې په بندولو او هغه هم د کورونا په وجه بحراني حالاتو کښې کښې د امريکې د ولسمشر په فېصلې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، دا اقدام د امريکې يو غېر ذمه دارانه اقدام او د بشريت په خلاف جنايت دے.
-
د ايران او چين خارجه وزيرانو د افغانستان د حالاتو په اړه صلاح مشورې وکړې
Apr 15, 2020 23:54د ايران او چين خارجه وزيرانو د افغانستان د وروستيو بدلونونو او حالاتو په باره کښې صلاح مشورې وکړې.
-
ایران په پنځو ثانیو کښې د کرونا وایرس د پیژندنې نوې آله جوړه کړه
Apr 15, 2020 13:17د (مستعان ۱۱۰) په نامه دغه آله د ایران د بسیجي محققانو او پوهانو له خوا ډیزاین شوی او په ټوله نړۍ کښې هیڅ ساری نه لري.
-
د روغتیا په نړیوال سازمان باندې د امریکې د مالي مرستو بندیدل
Apr 15, 2020 11:14د روغتیا د نړیوال د بودجې د بندولو په هکله د ټرمپ له ګواښه څو ورځې وروسته هغه په رسمي توګه په دغه سازمان باندې د امریکې مرستې بندې کړې او مدعي شو چې د روغتیا نړیوال سازمان د خپلې بنیادي دندې په ترسره کولو کښې له ماتې سره مخ شوی دی.