-
دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ د رهبر دشهادت خبر دروغ دی .
Mar 02, 2017 02:14مهر خبری آژانس دالعالم ټيلویژني چینل له قوله راپورورکړی ، دیمن دانصار ا...ولسی غورځنګ د دفتر یوه مسئول بیګا د دغه غورځنګ د رهبر عبدالمالک الحوثي دشهادت په باب دځينورسینو خبرونه دروغ وبلل او دیوې اعلامیې په خپرولو سره ئې ویلی دي ، الحوثي هماغه راز د ولسی مبارزانو لارښونې کوي .
-
ملګري ملتونه دیمن دبحران دحل لپاره دنړیوالې کمیټې جوړونه غواړي .
Feb 28, 2017 12:25ایرناخبری آژانس راپورورکړ د یمن په چارو کې د ملګروملتو دځانګړي استازي اسماعیل ولد الشیخ احمد په دغه هیواد کې د : والدائ : نړیوالې موسسې په غونډې کې وویل ، دیوې داسې نړیوالې کمیټې جوړیدا چې په یمن کې ښکیل لوري دخبرواترو میز ته او له تاؤتریخوالي څخه په نه استفادې سره وبولي ضروري ده .
-
دیمن د پوځ زلزال نومې توغند ي دسعودي عربستان یوبل پوځي مرکز هم تباه کړ
Feb 26, 2017 02:15زمونږخبریال د المیادین ټيلویژني چینل له قوله راپورراکړ د یمن پوځ او انصار ا.... ولسی غورځنګ مبارزانو په دغه هیواد دسعودي عربستان دبې رحمه یرغلونو په ځواب کې پرون مازدیګر بیا دسعودي عربستان په جنوب نجران کې د سعودي پوځیانو په یوه مرکز دالزازال توغندي حمله کړې چې ویل کیږي ستر تاوانونه ئې اړولي دي .
-
آل سعود رژيم دې په یمن کې دجنایتونو په دلیل په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي.
Feb 23, 2017 12:13دبخښنې دنړیوالې ادارې په دغه راپور کې راغلي دي ، لوديځوال حکومتونو دخپلو سټراټيژيکو او نورو ګټو په خاطر په یمن کې دسعودي عربستان په جنایتونو سترګې پټې کړي دي او عربستان یو دوست هیواد ګڼي .
-
سعودي عربستان په یمن کې دانساني غمیزو عامل دی
Feb 15, 2017 09:47زمونږخبریال دالمسیره ټيلیویژني چینل له قوله راپورراکړ د یمن لومړي وزیر عبدالعزیز صالح بن حبتور بیګا دکرهڼيزو څيړنو د یوه ورکشاپ په پرانیستونکو دستورو کې ویلی دي ، دسعودي عربستان له تیریو او بشپړ کلابندۍ سره سره دین والو دهرې ورځې دفعالیتونو اهمیّت په جبهو کې دیمن دمبارزانو له شتونه کم نه دی.
-
له یمن سره په پوله کې د عربستان ۷ عسکر هلاک شول
Feb 14, 2017 16:55د عربستان رسمی خبری اژانس واس له یمن سره په ګډه پوله کې د ۷ سعودی عسکرو وژل کیدا تایید کړی ده
-
د یمن په پوله کې د عربستانی ګوډاګیانو د وسلو یو ډپو تباه شو
Feb 13, 2017 01:57د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د یمن د پوځ د توغندوی یونټ او ولسی کمیټیو د عربستان د جنوب په عسیر سیمه کې د سعودی ګوډاګیانو د وسلو یو ډپو تباه کړ . په دغه حمله کې یو شمیر عربستانی ګوډاګیان هم هلاک شوی دی .
-
دیمن په لسګونوزره ښاریز دجنګ او کلابندۍ له امله له انساني غمیزې سره لاس اوګریوان دي .
Feb 11, 2017 16:21ایرناخبری آژانس راپور ورکړی دسره صلیب نړیوالې ادارې نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ګواښ د کلابندۍ او جنګ په سختیدو پسې دیمن دلسګونو زره ښاریزو د بوږنونکي وضعیَت په باب سخت خبرداری ورکړ.
-
د عربستان د جنوب په پوځی اډو د یمنیانو توغندوی حملې دوام لری
Feb 07, 2017 02:31د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د عربستان د جنوب په جیزان سیمه کې په القرن ، الدفینه او الکرس اډو د یمنیانو لخوا توغندوی حملې شوی دی .
-
په یمن باندې د سعودی او د هغه د انډیوالانو حملې هم هغه شان دوام لری
Feb 06, 2017 18:38د سعودی او د هغه د انډیوالانو جنګی الوتکو یو ځل بیا د یمن په مختلفو صوبو باندې بمونه اورول او د دغه هېواد عمومی او خصوصی ودانیو او اموالو ته یې زیات تاوانونه وروسول.