سعودي عربستان په یمن کې دانساني غمیزو عامل دی
Feb 15, 2017 09:47 Asia/Kabul
زمونږخبریال دالمسیره ټيلیویژني چینل له قوله راپورراکړ د یمن لومړي وزیر عبدالعزیز صالح بن حبتور بیګا دکرهڼيزو څيړنو د یوه ورکشاپ په پرانیستونکو دستورو کې ویلی دي ، دسعودي عربستان له تیریو او بشپړ کلابندۍ سره سره دین والو دهرې ورځې دفعالیتونو اهمیّت په جبهو کې دیمن دمبارزانو له شتونه کم نه دی.
هغه زیاته کړې علمی څيړنې ، داسې مقاومت دی چې متخصص څيړاند له دښمن سره پر مقابلې ټينګار کوي .
بن حبتور پر ملګروملتو اونورو نړیوالو اورګانونو غږ کړی څو په یمن کې دې د هغو اقتصادي ،خوراکي اوانساني شخړو دحل لپاره چې د سعودي عربستان په څاروي ډوله حملو اوغیر انساني اقداماتو پسې رامینځةشوي ، مرسته وکړي .
ټیګونه