-
دوه مياشتنۍ ډزبندي، د سعودي راژوندي کول يا په يمن کښې د جنګ د ختمېدو سريزه؟
Apr 02, 2022 11:28د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو خاص استازي هانس ګرونډبرګ وويل چې په يمن کښې ښکېلو لورو د دوه مياشتۍ ډزبندۍ لپاره چې له نن يعنې د اپرېل له دويمې نېټې شروع کيږي د ملګرو ملتو وړانديز ته مثبت ځواب ورکړے دے.د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده هم د يوې بيانيې په جاري کولو سره د دغې ډزبندۍ لپاره د ملګرو ملتو د نوښت هرکلے کړے دے.
-
ايران په يمن کښې د ډزبندۍ په ټينګښت کښې د ملګرو ملتو له نوښت څخه هرکلے وکړ
Apr 02, 2022 07:39د ايران د خارجه وزارت وياند په يمن کښې د دوو مياشتو په موده د فوځي عملياتو د اودرولو ، خوراکي موادو او څوانګو وړونکيو کيشتيو د ننوتلو د اجازې او صنعا هوائي ډګر د نسبي پرانېستې لپاره د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د خاص استازي له نوښت څخه هرکلے وکړ.
-
د ایران د تیلود تولید ظرفیّت له بندیزونو تر مخکې حد ته رسیدلی دی
Apr 01, 2022 09:54د ګیسو په برخې کې هم په هغو ښو اقداماتو سره چې دګیسو او تیلو په ملی شرکت کې په ژمي کې ترسره شوي دي ،د پارس جنوبی پلیټ فارم څخه د ګیسو د تولید اندازه په ورځې کې اوه سوه پنځه میلیون میټرمکعب اندازې ته چې تر ټولو لوړه اندازه ده ،رسیدلې ده .
-
يمن په بشپړه توګه د تيري او محاصرې د ختمولو غوښتونکے دے
Apr 01, 2022 03:02د يمن د خبري آژانس "سبأ " قائمقام د سعودي تيريګر ائتلاف لخوا په بشپړه توګه په يمن د تيري او د دغه هېواد د محاصرې د ختمولو غوښتنه وکړه.
-
د يمن د محاصرې له ختمېدو نه بغېر به هيڅ صلح امکان ونه لري
Mar 31, 2022 02:57د يمن سياسي عالي شورا بېګا د يوې بيانيې په خپرولو سره تاکيد وکړ، د دغه هېواد د محاصرې له ختمولو نه بغېر به هيڅ صلح امکان ونه لري. د سعودي په مشرۍ تيريګر ائتلاف وړمه ورځ اعلان وکړ چې په يمن کښې خپل فوځي عمليات اودروي.
-
د یمن پوځ د سعودي عربستان بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه
Mar 30, 2022 01:16ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع پرون په ټویټر پاڼه کښې ولیکل د هیواد د پوځ هوايي ځواک د امریکا جوړه پایلوټه الوتکه اسکین ایګل چې په الوادي سیمه کښې په جاسوسۍ بوخته وه نسکوره کړه .
-
یمن کښې د انساني ناورین د دوام مخه باید ونیول شي
Mar 30, 2022 00:13ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په سیاسي چارو کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لورړتبه سلاکار علي اصغر حاجي د یمن د ورانونکي جنګ او د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف د ظالمانه کلابندۍ د اتم کال رارسیدا ته په اشارې سره په دغه هیواد کښې د انساني غمیزې د دوام په مخنینوي ټينګار وکړ .
-
سعودي ائيتلاف دې د اور بند فرصت له لاسه ورنه کړي پښمانه به شي
Mar 29, 2022 00:36عبدالمالک الحوثي ددې خبرې په کولو سره چې د کسر الحصار الثالثة، عیني د دریمې کلابندۍ د ناکامۍ په نامې په عملیاتو سره په یمن د تیریو اته کلن کال پیل شوی ، ټينګار وکړ ، تیریګر د یمن د پوځ او ولسی مبارزانو له درندو ګوزارنو څخه په آمان کې د پاتیکیدا او له مخمصې د وتلو لپاره دحملو له دریدا او د کلابندۍ له ختمولو پرته بله هیڅ لاره نه لري .
-
عربستان دې دسولې لپاره خپل جدیّت ثابت کړي
Mar 27, 2022 08:22د یمن دملی نجات حکومت دمرکچي ټیم مشر په یولړ څرګندونو کې ووئیل،سعودي عربستان دې خپل جدیّت، د سولې لپاره د یمن د لوړې سیاسی شورا د مشر په وسیله وړاندې شوي پلان ته په مثبت ځواب سره ثابت کړي .
-
د یمن حکومت له عربستان سره یواړخیزه اوربند اعلان کړ
Mar 27, 2022 01:30زمونږ خبریال وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط بیګا وویل صنعا د دریو ورځو لپاره په یواړخیزه ډول له سعودي عربستان سره اوربند کوي .