د عربستان تیریګر ائتلاف اووربند ته زیاته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116162-د_عربستان_تیریګر_ائتلاف_اووربند_ته_زیاته_اړتیا_لري
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر سر الحوري وویل په یمن باندې تیري کونکي هیوادونه په اوسنیو شرایطو کښې د ډیرو بدلونونو په وجه د اووربند تمدیدولو ته زیات ضرورت لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2022 06:51 Asia/Kabul
  • د عربستان تیریګر ائتلاف اووربند ته زیاته اړتیا لري

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر سر الحوري وویل په یمن باندې تیري کونکي هیوادونه په اوسنیو شرایطو کښې د ډیرو بدلونونو په وجه د اووربند تمدیدولو ته زیات ضرورت لري .

هغه وویل مونږ د تیرو تجربو په خاطر په دوښمن باندې هیڅ اعتماد نلرو خو شاید تیریګر هیوادونه دا ځل د هغه ضرورت په وجه چې اووربند ته یې لري وغواړي اووربند ته خپل نه پاې بنده کیدل جبران کړي او نور د صنعا د حکومت په شرطونو چې د مینځګړو هیوادونو په وسیله عربستان ته انتقال شوي دي عمل وکړي .

د یمن دغه چارواکي وویل د صنعا په هوايي ډګر کښې د الوتکو لومړی الوت د اوربند له پیلیدا پینځه څلویښت ورځې وروسته ترسره شو ځکه چې دوښمن پوهیږي له صنعا هوايي ډګر څخه د الوتونو په پیلیدا کښې د خپلو ژمنو د ماتولو او الحدیده بندر ته د کشتیو د ورتلو په مخه نیولو کښې د دوه میاشتې اوربند له ختمیدا وروسته د یمن پوځي عملیات له سره پیلیږي .

د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر سر الحوري وویل البته له جنګ او ځمکنۍ ، سمندري او هوايي کلابندۍ څخه د دوښمن د هدفونو له ایشوا کیدا  وروسته د یمن د ملت اراده دوه چنده شوه او هغه  د سترګو د نه پټولو وړ د یوه حق په توګه له هوايي ټرانسپورټ څخه په استفادې او د کلابندۍ په ماتولو ټينګار وکړ .

ډیرې کارپيژاندي په یمن باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د  حملو زیاتول په یمن کښې د خپلو هدفونو په تحقق کښې د دغه ائتلاف د ماتي له کبله ګڼي .

د سعودي عربستان ائتلاف په ځلونو د یمن د سونګو ، خوراکي موادو او د درملو وړونکي کشتۍ نیولي دي .

د سعودي عربستان د جنګي تیریو له کبله د یمن ډیر خلک له لوږۍ او د درملو له کمښت سره مخامخ دي .