-
په ننګرهار کې يوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زېږولي
Mar 17, 2024 03:15د ننګرهار عامې روغتيا رياست مسئولين وايي چې د جلالاباد په سیمهایز تخصصي روغتون کې یوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زیږولي چې څلور هلکان او یوه نجلۍ ده.
-
صهیونیسټان به د ایران د وېشلو آرمان قبر ته یوسي
Mar 17, 2024 02:46د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی، د ایران د تقسیم په اړه د صهیونیسټي رژیم د پخواني امنیتي چارواکي«مردخای کیدار» د څرګندونو په غبرګون کې وویل: تاسو به دغه ارمان قبر ته یوسئ.
-
د پاکستان لومړي وزیر بیا د سعودي ولیعهد ته د اسلام اباد د لیدو بلنه ور کړه
Mar 17, 2024 02:42د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان څخه بیا وغوښتل چې اسلام آباد ته په رسمي سفر ور شي.
-
متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلفوني خبرې وکړې
Mar 17, 2024 02:34د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټلیفوني خبرې وکړې.
-
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي
Mar 17, 2024 02:13د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې پر تسهیلاتو او د سوداګرۍ اسانتیاوو په تړاو خبرې کړي دي.
-
- د امریکا او صهیونیسټ رژیم له ګډو دسیسو سره د مقابلې لپاره د فلسطیني ډلو چمتووالی
Mar 16, 2024 11:12د فلسطین د ملی نوښتګر غورځنګ عمومی منشی مصطفی البرغوتی» په غزې تړانګې کښې د لنګرګاه د جوړولو په باره کښې د امریکې د حکومت او صهیونیسټ رژیم د نوې ګډې دسیسې په هکله خبرداری ورکړ.
-
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو هرکلی کړی دی
Mar 16, 2024 10:48د طالبانو سرپرست حکومت په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې له یوناما سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
-
لږترلږه شپږو تنو ته په ننګرهار ولایت کې دلفظي شخړې له امله مرګ ژوبله واوښته
Mar 16, 2024 10:44چارواکی وایي شخړه دزمکې ملکیت پر سر د دوه کورنیو تر منځ راپورته شوې وه
-
پاکستان د ۳میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره له ایاېماېف سره غږېدلی
Mar 16, 2024 10:36د پاکستان مالیې وزارت چارواکي وايي چې د درې میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ایاېماېف) له پلاوي سره غږېدلي دي.
-
د حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د علماوو یو لس کسيز پلاوی ازبکستان ته ولاړ
Mar 16, 2024 10:36د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې وزارت د سرپرست وزیر مولوي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د علماوو لس کسیز لوړ رتبه پلاوی ازبکستان ته روان شوی دی.