-
د تهران نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
Feb 27, 2024 10:13د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په سر کې هم د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځينی بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا ولرئ.
-
صهیونیسټي رژیم د ټولې نړۍ لپاره ترټولو ښکاره ګواښ دی
Feb 27, 2024 02:29د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: صهیونیسټي رژیم نه یوازې د فلسطین د بې دفاع او د لوېدیځې آسیا د سیمې لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ترټولو بېړنی او ښکاره ګواښ دی.
-
طالبانو په جوزجان کې یو بل کس په عام محضر کې اعدام کړی
Feb 27, 2024 03:11د طالبانو سترې محکمې په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د درې ګونو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر هبت الله د تائید وروسته یې د جوزجان مرکز شبرعان په ورزشي سټډیوم کې د فبرورۍ په ۲۶مه په یو تن د قصاص سزا تطبیق کړې ده.
-
د فلسطین اسلامي جهاد د عربستان او صهیونیسټي رژیم د سوداګرۍ د وزیرانو لیدنه وغندله
Feb 27, 2024 01:52د ایرنا د خبر له مخې، د اسلامي جهاد غورځنګ په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم په ملاتړ دغه لیدنه او درېځ، د اړیکو د عادي کولو په هدف په داسې حال کې ترسره شوی چې دغه دښمن د فلسطین د ملت پرضد د نسل وژنې په حال کې دی او د فلسطین د ملت مقدساتو ته سپکاوی کوي.
-
مریم نواز د پاکستان د پنجاب صوبې د اعلی وزیرې په توګه لوړه وکړه
Feb 27, 2024 01:32مریم نواز پرون دوشنبې د پاکستان د پنجاب صوبې د اعلی وزیرې په توګه لوړه وکړه او وویل چې پردې دندې د نوموړې ټاکل کېدل د هرې ښځې، د هرې لور او مور لپاره بریا ده.
-
د روسیې او اوکراین په دوه کلنه جګړه کې ۳۱ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي دي
Feb 27, 2024 01:25د اوکراین ولسمشر ویلي چې پر دې هېواد د روسیې د برید له پیل راهیسې ۳۱ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.
-
د افغانستان په لسو ولایتونو کې د پولیو واکسین وځنډول شو
Feb 27, 2024 01:14له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ د خبر له مخې، ټاکل شوې چې نن د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي، خو د سختو ورښتونو له امله، په لسو ولایتونو کې دغه کمپاین د اوس لپاره وځنډول شو.
-
له ایران سره د ګیس پروژې په بشپړولو او په بریکس کښې په شاملیدو د پاکستان ټینګار
Feb 26, 2024 11:53د پاکستان د سینیټ د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر له ایران څخه د ګیس د انتقال د نل لیکې د طرحې بشپړول او په بریکس ډله کښې د پاکستان شاملیدل، د دغه هیواد د نوي حکومت له وړومبیتوبونو وبلل.
-
د اسرائيلو ټول سټراټیجک مرکزونه د مقاومت په نښه دي
Feb 26, 2024 09:33د لبنان د حزب ا... د اجرايي شورا مرستیال مشر د لبنان خلاف د پراخې جګړې د پیلولو په هکله صهیونیسټي رژيم ته په خبرداري سره، له دغه رژیم سره مقابلې ته د مقاومت د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.
-
د اسلامي هېوادونو سازمان له افغانستان سره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ
Feb 26, 2024 09:12د اسلامي هېوادونو د سازمان د پروژې مسئول په افغانستان کښې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره کتلي دي.