د اسرائيلو ټول سټراټیجک مرکزونه د مقاومت په نښه دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146744-د_اسرائيلو_ټول_سټراټیجک_مرکزونه_د_مقاومت_په_نښه_دي
د لبنان د حزب ا... د اجرايي شورا مرستیال مشر د لبنان خلاف د پراخې جګړې د پیلولو په هکله صهیونیسټي رژيم ته په خبرداري سره، له دغه رژیم سره مقابلې ته د مقاومت د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.
(last modified 2024-02-26T05:04:20+00:00 )
Feb 26, 2024 09:33 Asia/Kabul
  • د اسرائيلو ټول سټراټیجک مرکزونه د مقاومت په نښه دي

د لبنان د حزب ا... د اجرايي شورا مرستیال مشر د لبنان خلاف د پراخې جګړې د پیلولو په هکله صهیونیسټي رژيم ته په خبرداري سره، له دغه رژیم سره مقابلې ته د مقاومت د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.

د لبنان د حزب ا... د اجرايي شورا مرستیال مشر د لبنان خلاف د پراخې جګړې د پیلولو په هکله صهیونیسټي رژيم ته په خبرداري سره، له دغه رژیم سره مقابلې ته د مقاومت د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې  شیخ «علی دعموش» ټينګار وکړ چې د اسرئیلو نسل وژونکی رژیم د لبنان له حزب ا... سره له پراخې جګړې سخته ویره لري او ښه پوهیږي چې د مقاومت توغندي او ډرونز، کوی شي د نیواکي ټاټوبي په هره سیمه کښې د دغه رژيم ټولو سټراټیجک مرکزونو ته ورسیږي.

دعموش په دې خبرې سره چې د تل ابیب چارواکو د لبنان په جنوب کښې د مقاومت د عملیاتو د بندولو لپاره مینځګړو ته مخه کړې ده ترڅو د نیواکي فلسطین په شمال کښې د خپلو ښارګي میشتو امنیت تامین کړي، زیاته کړه: که دښمن فکر کوي چې په ګواښ سره کوې شي چې مقاومت شاتګ ته اړ کړي نو سخت په غلطه دی ځکه چې د ماتې په موقعیت کښې دی.

هغه همداشان وویل: که دښمن د لبنان خلاف د جنګ د پراختیا حماقت وکړي نو مقاومت به ورته سخت ځواب ورکړي.

د ویلو ده چې پرون د لبنان د اسلامي مقاومت ځواکونو د لبنان جنوبي سرحدونو ته څیرمه د اسرائیلو د پوځ ۸ سنګرونه او نن یې هم په نیواکي ټاټوبي کښې «البغدادي» پوځي اډه په نښه کړه.

د مقاومت د بریدونو له ویرې تراوسه لسګونه زره صهیونیسټان د لبنان د پولو د خواوشا له ښارګوټو تښتیدلي دي.