-
د افغانستان سفارت د کډوالو د ستنولو په وجه پر پاکستان نیوکه کړې
Oct 05, 2023 01:05د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، په اسلام آباد کښې د افغانستان سفارت وویل چې د پاکستاني چارواکو له خوا له ټولو ژمنو سره سره په دغه هیواد کښې د استوګنو افغانستاني ښاریزو نیونې او ځورونې دوام لري.
-
معظم رهبر: له صهیونیسټي رزیم سره د اړیکو د ښه کولو جواري په بایلات محکومه ده
Oct 04, 2023 09:19د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د حکومتي مسئولانو، د اسلامي هیوادونو د سفیرانو، د وحدت کانفرنس د میلمنو او د مختلفو پرګنو د خلکو په کتنه کښې ټینګار وکړ چې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د جوړولو جواري، په بایلونکي اس باندې د شرط لګولو په شان بایلل کیدونکې ده ځکه چې د فلسطین غورځنګ نن سبا له بل هر وخت نه زیات تیار او تاند دی او غاصب رژيم تلونکی او په مړ کیدو دی.
-
په تېرو دوو اونیو کې زرګونه افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوې
Oct 04, 2023 11:41چارواکي وایي له هغه ورځې چې پاکستان دولت پر پېژندپاڼو خپل وطن ته د افغانانو راتلو ته اجازه ورکړې د راستنېدنی بهیر هم ګړندی شوی دی. نور جزئیات زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې وارئ.
-
د ایټمي انرجۍ د آژانس ایستل شویو مفتشانو سیاسي کړچار درلود
Oct 04, 2023 11:26د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د ایستل شویو مفتشانو په هکله وویل چې دغو کسانو تند سیاسي چلندونه درلودل.
-
د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان د حکومت نوې پريکړې په اړه ښاغلی عبید شینواري او منصور یوسفزی څه وايي؟
Oct 04, 2023 11:20ګران او قدرمن اورېدونکي، په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د دې هېواد د حکومت نوې پریکړې په تړاو د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا له پخواني مرستیال، ښاغلي عبید شینواري او له خبریال ښاغلي منصور یوسفزي سره زموږ د همکار عطاءالله خوګياڼي چمتو شوی ګردی میز دلته اورېدلی شي.
-
له اسلام ضده پروسې سره بایدجدي او پریکنده مقابله وشي
Oct 04, 2023 03:09د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د اسلامی ملګرتیاموسیسې د اسلامی فقې د ټولګې له عمومی منشی مصطفی سانو سره په کتنې کې د اسلامی ارزښتونو او مقدساتو په ضد له سپکو او ځیږو خوځښتونو سره د هوښیارې او چورلټې مقابلې لپاره د اسلامي عالمانو د همفکرۍ او غږملتیا په ضرورت باندې په ټینګار سره په دې زمینې کې د اسلامی فقې له ټولګې سره د اسلامی ایران د بشپړملګرتیا لپاره دچمتووالی خبر ورکړ.
-
صهیونیسټي رژیم له فلسطیني ښاریو د اروپايي وزیرانو د کتنې مخنیوی وکړ
Oct 04, 2023 08:23صهیونیسټي رژيم په یو ناعادلانه اقدام کښې له فلسطیني ښارونو څخه د اروپايي هیوادونو د خارجه وزیرانو د کتنې مخه ونیوله.
-
د اسلامي یووالي په پياوړتیا د افغان عالم ټینګار
Oct 04, 2023 07:57د افغانستان یو مشهور عالمِ دین «عبدالرئوف توانا» د اسلامي امت د ملګرتیا زیاتیدل او د یووالي پياوړتیا د اسلامي هیوادونو د دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاره ترټولو غوره لاره وبلله.
-
د قطر او ازبکستان مشرانو د افغانستان په هکله خبرې اترې وکړې
Oct 04, 2023 07:40د ازبکستان ولسمشر د قطر له امیر سره په کتنه کښې د افغانستان د حالاتو او له دغه هیواد سره د مرستې په هکله خبرې اترې کړې دي.
-
که د نومبرترلومړۍپورې غیرفانوني افغان کډوال بیرته ونه ګرځي نو په زوره به وباسل شي
Oct 04, 2023 01:24د پاکستان کورنیو چارو وزیر ووئيل که د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې غیر قانوني افغان کډوال خپل هیواد ته ستانۀ نشي؛ نو تر هغې وروسته به په زوره وویستل شي.