د قطر او ازبکستان مشرانو د افغانستان په هکله خبرې اترې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139446-د_قطر_او_ازبکستان_مشرانو_د_افغانستان_په_هکله_خبرې_اترې_وکړې
د ازبکستان ولسمشر د قطر له امیر سره په کتنه کښې د افغانستان د حالاتو او له دغه هیواد سره د مرستې په هکله خبرې اترې کړې دي.
(last modified 2023-10-04T03:23:36+00:00 )
Oct 04, 2023 07:40 Asia/Kabul
  • د قطر او ازبکستان مشرانو د افغانستان په هکله خبرې اترې وکړې

د ازبکستان ولسمشر د قطر له امیر سره په کتنه کښې د افغانستان د حالاتو او له دغه هیواد سره د مرستې په هکله خبرې اترې کړې دي.

د ازبکستان ولسمشر د قطر له امیر سره په کتنه کښې د افغانستان د حالاتو او له دغه هیواد سره د مرستې په هکله خبرې اترې کړې دي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان ولسمشر «شوکت میرضیایف» دوحې ته په سفر کښې د قطر له امیر «تمیم بن حمد آل ثاني» سره د افغانستان له خلکو سره د انساني مرستو د دوام په هکله د نظر تبادله وکړه.

پرون په شوې دغې کتنې کښې د دواړو لورو د دلچسپۍ وړ مسائلو سربیره د «افغان-ترانس» ریل پټلۍ د اهمیت په هکله هم خبرې اترې وشوې.

د ازبکستان ولسمشر میرضیایف، تیره میاشت هم ویلي وو چې چې افغانستان د یو خوندي دهلیز په توګه ازبکستان له سویلي آسیا سره نښلولی شي او له افغانستانه د ریل پټلۍ تیریدل سویلي آسیا ته د ترټولو خوندي او ارزانه لار ده.