-
له ایران سره د هیڅ ډول مقابلې په لټه کې نه یو
Nov 06, 2023 03:59د امریکا خارجه وزیر په عراق کې د امریکایي ځواکونو په اډو باندې پرلپسې بریدونو ته په غبرګون کې وویل: مونږ ایران سره د هیڅ ډول مقابلې په لټه کې نه یو لیکن د خپلو ځواکونو ښاریزو د ساتنې لپاره هر ډول اقدام تر سره کوو.
-
صهیونیست رژیم په غزې کې د جنګ لپاره اروپایي مزدوران نیولي دي
Nov 06, 2023 04:01یوې اسپانیایي رسنۍ اعلان وکړ چي صهیونیست رژیم په غزې کې د جنګ لپاره له اروپایي هیوادونو څخه مزدور ځواکونه په کار ګمارلي دي.
-
په غزې باندې بریدونه سمدستي ودروئ
Nov 06, 2023 03:56د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر امریکا ته خبرداری ورکړ چي ژر تر ژره په غزې باندې جنګ ودروي که نه وي نو له سختو ګوزارونو سره مخ شي.
-
د ایران ولسمشر د عیسویانو له مشر پاپ سره په تماس کې د غزې په وړاندې د هغه د غبرګون غوښتونکی شو
Nov 06, 2023 03:52د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د عیسویانو له معنوی مشر پاپ فرانسیس سره په تماس کې وویل: په لوېدیځو هیوادونو کې د پاپ اهمیت ته په کتو سره، له تاسو غواړو چي د اسرائیل رژیم ملاتړو غربي هیوادونو ته په غزې باندېد جنایاتو د بندولو لپاره خبرداری ورکړئ او په دغه مساله کې د مظلوم او ظالم په هکله وضاحت ورکړئ.
-
د تهران او ځينو نړیوالو نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
Nov 05, 2023 09:02د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم ځینی بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
طالبانو د افغان کډوالو ستونزو ته د ملګرو ملتو په بې پامۍ نیوکه وکړه
Nov 05, 2023 08:55په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د پاکستان په پيښور کښې د ملګرو ملتو د کډوالو اداره د افغان کډوالو په اړه په بې فکرۍ تورنه کړه
-
طالبانو د کدوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پریکړه د اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف وبلله
Nov 05, 2023 08:37د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وايي، چې افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړه د ټولو نړېوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف ده.
-
طوفان الاقصی عملیاتو د نړۍ د نظم معادلات ځاي په ځاي کړل
Nov 04, 2023 13:15څلور څلویښت کاله مخکې په همداسې ورځ په تهران کې د امریکا سفارت یا هماغه د جاسوسۍ ځاله د ایران د اسلامی انقلاب په ضد د امریکاپه ډيرو زیاتو دسیسو باندې په اعتراض کې د ایران د محصیلینو په لاس ونیول شوه، چې حضرت امام خمینی دا پيښه دوهم انقلاب بللې وه.
-
په پآکستان کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی/ لاملونه او پایلې
Nov 04, 2023 12:31د پاکستان د فوځ د عامه اړیکو څانګې اعلان وکړ چي د پنجاب ایالت په میانوالی ښار کې د دې هیواد د هوایي ځواک په اډې باندې یوه ترهګریز برید شنډ کړی چي په ترڅ کې درې بریدګر وژل شوي او نور ترهګر له سیمې تښتېدلي دي.
-
د کډوالو اجباري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف دي
Nov 04, 2023 12:41د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي له پاکستان څخه د افغان کډوالو اجباري ایستل د بشري حقونو او نړيوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.