د تهران او ځينو نړیوالو نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم ځینی بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
د تهران درستو ورځپاڼو پخپلو سایټونو کې د لړم د میاشتې ددیارلسمې نیټې دولولناکو لاریونونو او له استکبار او استعماره د ولسی کرکې یوه ولولناکه منظره نندارې ته وړاندې کړې او ليکلي ئې دي چې په درست ایران کې له ماشومانو رانیولې تر میرمنو ،سړیو اوبوډاګانو پورې درست خلک پرون واټونو ته راوتلي او دخپل وطن په ننګه ئې د استعمار او استکبار د دسیسو او پلانونو په ضد خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړه او چغې ئې پورته کړې چې د ایران شجاع ملت په هر ډګر کې په تیره بیا د فلسطین د غزې دمظلوم ملت په ملاتړ کې هرډول قربانۍ ته تیار دی او استعمار او وحشي ډوله جنایتکارو ته به په یوووالی او اتحاد او پيوستون سره غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې دخپل انټرنیټي سایټ په سر کې ئې لیکلي دي، د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په تهران کې په ولولناکو دستورو کې پخپلې وینا کې په ډاګه کړه ،د ایران د ملت په میلیوني لاریونونو کې له امریکا او اسرائيلو کرکې او نفرت یو ځل بیا وښودله چې د امریکا او وحشي صهیونیسټانو دسیسې او پلانونه به په یوه ډګر کې هم د بریالیتوب خوند ونه څکي .
ورځپاڼې په دوم کې لیکلي دي ، په نړیوالو رسندویو کې د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د عمومی منشي د وینا په پراخ انعکاس کې فارین پالیسۍ خپرونې لیکلي دي ، سید حسن نصر ا... پر اسرائيلو پورې ملنډې ووهلې او د حزب ا.... ددښمنانو سپکاوی ئې وکړ.
د صهیونیسټي رژیم هاآرتص ورځپاڼې په یوې مقالې کې لیکلي دي ،اسرائيل په غزې باندې په مځکنۍ حملې کې د مقاومتي چورلیز په لومې کې ښکیل شوی دی.
د شمالی کوریا مشرانو امریکا ته یو ځل بیا د خپلو مخه نیونکو تجهیزاتو د زیاتولو ګواښ وکړ.
د افغانستان د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوی محمد یعقوب مجاهد له پاکستانه د افغان پناه غوړو د ویستلو د نتیجو په پاب ددغه هیواد حکومت او پوځ ته خبرداری ورکړ چې ددغه کار نتیجې دې وسنجوي او په هماغه اندازه دې وکري چې ئې ترلاسه کولی شي.
= دا هم د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل لومړي مخ ئې لیکلي دي، د ایران د اسلامی جمهوریت درست ملت په میلیوني لاریونونو کې یو ځل بیا د نړۍ غوږونو ته ورسوله چې تر نهائي بریالیتوب پورې به د فلسطین دمقاومت او میړني ملت ترڅنګ ولاړ وي.
و رځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د فلسطین حماس غورځنګ د بندیانو د مبادلې لپاره شرط ټاکلی چې د ۲۴۰زنداني صهیونیسټانو په بدل کې دې ټول فلسطیني بندیان خوشي شي.
د پاکستان دپوځ ائي ایس پي آر ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، دپنجاب صوبې په میاوالي کې دهوائي ځواک په یوه مرکز د ترهه ګرو وسلواله حمله ئې ناکامه کړې ده او په دغې حملې کې ګډون کونکي نهه واړه ترهه ګر ئې هلاک کړي دي ،البته ځینی سرچینې وائي چې د ترهه ګرو په برید کې په دغه مرکز کې ولاړو ځينو الوتکو ته یو لړ تاوانونه اوښتي دي او داهم وئيل شوي دي چې تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي سره اړونده تحریک جهاد پاکستان ډلګۍ ددغې حملې پړه په غاړه اخستې ده.
د ملګروملتو د انسان دوستۍ مرستو غږملونکي دفتر په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، له ډيرو او پرله پسې غوښتو سره سره تر دې دمه د افغانستان د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې د بودجې یوازې ۲۶فیصدي برخه تامین شوې ده .
دعراق خارجه وزیر فواد حسین په بغداد کې د عراق د سفیرانو په اومې غونډې کې پخپلې وینا کې و ئيلي دي، دعراق ګټو ته پام او له دغه هیواده د جنګ لیرې ساتل د حکومت د کار اصول دي البته باید ووئيل شي،د جنګ خطرو یو ځل بیا پر سیمې سیوری غوړولی دی.
د افغانستان د طالبانو حکومت لوړپوړو چارواکو له پاکستانه د افغان پناه غواړو په ویستلو باندې په سختو نیوکو سره وئيلي دي، چې دغه بیرته ستنیدونکي افغان پناه غواړي به پخپلې خوښې سره په سیمو کې ځاي په ځاي کړي.
داپه داسې حال کې ډي چې دپاکستان چارواکو په کرتو وئيلي دي، په پاکستان کې به د غیر قانوني اوسیدونکو ټولو پناه غواړو هغه مهال هرکلی وکړي چې په قانوني مدرکونو او سندونو سره دغه هیواد ته بیرته راګرځي.
= داهم د تهران چاپ جام جم آن لاین خپرونه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د فلسطین د مقاومتي چورلیز حماس غورځنګ القسام کنډکونو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، په غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم په مځکنۍ حملې کې ئې د جنایتکارو ۲۴ټانکونه او زغروال ګاډي تباه کړي دي. په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ،بیا هم د وحشي صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په ځواب کې به له دې هم لاکلک او سخت ځواب وویني .
جام جم آنلاین په یوې مقالې کې لیکلي دي، لازمه ده چې اسلامی هیوادونه په هغو وارداتو او صادراتو کې چې ددوي دهیوادونو له لارې ترسره کیږي، بیا کتنه و کړي او لږترلږه دغزې د بې ګناه خلکو څخه دملاتړ لپاره ډیر وړوکی ګام البته اغیزشیندونکی ګام پورته کړي.
د فلسطین د حماس مقاومتي غورځنګ ځینو مشرانو په ډاګه وئيلي دي ،د صهیونیسټي بندیانو خوشی کیدا له اور بند او دټولو فلسطنینو بندیانو له خوشي کیدا پرته هیڅ امکان نه لري.
خبری سرچینو راپور و رکړی، په سورئې کې یو ځل بیا د امریکا د ترهه ګر پوځ پر درو مرکزونو یو ځل بیا دډرونز حملې شوي دي
بلاخره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د غزې د بې ګور اوکفته ماشومانو له ټوکو ټوکو جنازو په شرمیدا سره د صهیونیسټ رژيم په جنایتونو باندې په نیوکو سریه مدعی شو چې انقره نوره په هیڅ ډول شرائطو کې به ددغه رژیم له لومړي وزیر سره خبرې ونه کړي او هغه ئې کلا پریښودلی دی. البته ډیری شناندي او کارپوهان وائي چې د اسرائيلو او ترکیې اقتصادي او ټولنیزې اړیکې هماغه شان دوام لري او د اسرائیلو زیاتره مرستې او دفاعي تجهیزات د ترکیې له لارې ورځي.
= داهم د بریتانیا میل ورځپاڼه ده چې د افغانستان د طالبانو دیوې غوښتې په باب ئې یوه مقاله خپره کړې ده ،
په دغې مقابلې کې راغلي دي د افغانستان د طالبانو حکومت له خصوصي سکتوره غوښتي چې له هغو لسګونو زرو افغان کډوالو سره مرسته وکړي چې پاکستان په یو وار له خپلې خاورې ویستلي دي.
په دې مقالې کې د پاکستان له لوري د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او په زوره افغانستان ته د هغو د لېږلو د یادونې په ترڅ کې ویل شوي، سره له دې چې پاکستان وايي یوازې افغانان نه په نخښه کوي؛ بلکې ټول غیرقانوني کډوال که هغه د هر هېواد وي، دوي له خپلې خاورې وباسي،خو دغې فیصلې زیاتره پر افغانانو منفي اغیزې شیندلي دي.
د اسوشیتیدپریس په دې راپور کې چې مېل ورځپاڼې خپور کړی، ویل شوي د اکتوبر تر یودېرشمې پورې له پاکستانه په یوه میاشت کې خپل هېواد ته شاوخوا دوه نیم لکه افغان کډوال بېرته ستانه شوي دي او لسګونه زره نور په لاره دي.
په راپور کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو لپاره د کور په کور تلاشیو یادونه شوې او د مرستندویو موسسو پر اساس ویل شوي چې افغان کډوال په خورا بدو شرایطو کې دي
طالبانو ویلي چې په سرحدي سیمو کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره موقتي کمپونه جوړوي.
په همدې حال کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سوداګرو غوښتي چې له ستنو شویو کډوالو سره تر خپله وسه مرسته وکړي، ځکه چې له پاکستانه اېستل شوي افغان کډوال په خپل ژوند کې تر ټولو له بد حالت سره مخامخ دي.
د برېتانیا یوې بلې ورځپاڼې، انډیپیندنټ بیا د یوه افغان کومانډو په اړه لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې یې له برېتانیايي ځواکونو سره همکاري کړې وه او طالبانو شکنجه کړی دی.
د دغه کومانډو مستعار نوم رحمت الله ښودل شوی او ویل شوي چې نوموړی د افغانستان د پخوانی حکومت له پرزېدو وروسته کور ته ستون شوی و. څو میاشتې په کور کې پټ ؤ خو یوه ورځ چې له کوره ووت، طالبانو ونیوه. سترګې یې وروتړلې او یوې غرنۍ سیمې ته یې بیوه، هلته ۱۳ ورځې پر له پسې شکنجه شو
دی وايي، بیخي یې باور راغلی و چې په وهلو یې وژني خو یوې ډلې یې ورته وویل چې یو لیک ولولم، په دې وخت کې یوه تن توپک راته نیولی و چې ډز راباندې وکړي خو په دې منځ کې څو نورو د ده له وژلو سره مخالفت وکړ
ورځپاڼې د رحمت الله له قوله کښلي چې ده غوره ګڼله چې وژل شوی وای نه دا چې بیا بیا شکنجه کېده.
نوموړی د ۲۰۲۲ په وروستیو کې خوشې شوی او له یو کال راهیسي پټ دی.