-
عربستان ته د یمن خبرداری: د سختې سزا په تمه ووسئ
Jul 21, 2026 14:40پارس ټوډی- د یمن خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې سعودي عربستان ته خبرداری ورکړ چې که د یمن له محاصرې لاس وانه خلي نو باید د سختې سزا په تمه ووسي.
-
باقري کني: هرمز تنګی د ایران د خلکو د برخلیک د ټاکلو لامل دی
Jul 21, 2026 13:08پارس ټوډی- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مرستیال مشر، هرمز تنګی د ایران د خلکو د برخلیک ټاکونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې امریکا په جنګ کښې له ماتې سره سره، په دغه تنګي د ولکې په تکل کښې ده خو د ایران وسله وال ځواکونه به پرې نږدي چې دغه هدف یې پوره شي.
-
سردار قاآني د حماس د سیاسي دفتر د مشر د غوره کیدو مبارکي ورکړه/ د مقاومت ډلو هم د خلیل الحیه د غوره کیدو هرکلی کړی
Jul 21, 2026 12:50پارس ټوډی- د اسلاممي انقلاب د سپاه پاسدار د قدس ځواک قومندان په یو پیغام کمښې، د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر په توګه د خلیل الحیه د غوره کیدو مبارکي ویلې ده.
-
د ایران د سپاه پاسداران او پوځ په عملیاتو کښې د امریکې راډارونه او دفاعي سیسټمونه تس نس شول
Jul 21, 2026 12:19پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سپاه هوايي ځواک د نصر۲ عملیاتو په ۲۴مه څپه کښې، د بحرین په المحرق کښې یو امریکايي راډار په بشپړه توګه ویجاړ کړ او له عملیاتي مداره یې وایسته او همداشان یې د بحرین په الرفاع کښې د پاټریوټ په نامه د امریکې د هوايي دفاع سیسټم، په یو وخت په ډرونز او توغندویو سره په نښه کړ او له مینځه یې یووړ.
-
صهیونیستي رژیم د غزې په تړانګه کې په یوه روغتون بمباري وکړه
Jul 21, 2026 07:44د صهیونیستي رژیم پوځ د غزې د تړانګې په شمال کې د «الیمن السعید» په روغتون بمباري وکړه.
-
د ایران په وروستیو بریدونو کې ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي
Jul 21, 2026 07:42پارس تودی-د امریکا د جنګ د وزارت ویاند شان پارنل ادعا کړې چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د ترسره شویو بریدونو له امله ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.
-
د یمن پوځ د سعودي عربستان پر ضد سمندري محاصره اعلان کړه
Jul 21, 2026 07:31پارس تودی- د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی چې د « د کلابندۍ په بدل کې د کلابندۍ» د اصل پر بنسټ یې د سعودي عربستان پر ضد سمندري محاصره پیل کړې ده.
-
د ایران د کورنیو چارو وزیر له یوه پیغام سره اسلاماباد ته ورسېد
Jul 20, 2026 16:26پاکستاني سرچینو د الجزیرې شبکې ته ویلي چې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني نن دوشنبه اسلاماباد ته رسېدلی دی.
-
د امریکا MQ-9 ډوله بېپیلوټه الوتکه هم د ایران ددفاعی سسټم ښکار شوه
Jul 20, 2026 06:30پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په یوې خبرپاڼې کې وئيل شوي دي، د ایران په سوېل لوېدیځ، اهواز ښار کې ئې د امریکا یوه MQ-9 ډوله بېپیلوټه الوتکه په توغندوي دفاعی سسټم سره نسکوره کړې ده.
-
د تفاهملیک خلاف ورزۍ یو ځل بیا ثابته کړه چې د امریکې د ولسمشر لاسلیک بېارزښته او بېاعتباره دی
Jul 19, 2026 05:08د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیتالله سید مجتبی حسیني خامنهيي «د ایران د شهید ښاغلي» د بدرګې د سترې حماسې او د ایران د مهمو موضوعاتو د بیانولو په اړه یو مهم خپور کړی