د ړنا سرچینې
(last modified Sat, 29 Oct 2022 10:42:44 GMT )
Oct 29, 2022 15:12 Asia/Kabul
  • د ړنا سرچینې

عزیزانو لکه څرنګه چي پوهېږئ د ړنا د سرچینو په خپرونه کې مونږ تاسو ته د ایتونو د شان نزول پوري اړوند حکایتونه بیانوو، په ننۍ خپرونه کې به هم تاسو ته د بقرې د مبارکې سورې د ۶۲ ایت د شان نزول د حکایتونو په هکله معلومات درکړو.

سلمان فارسي د بدخشان زوی وو. د هغه اصلی نوم روزبه وو او کنیه یې ابوعبدالله وو، هغه په اسلام باندې تر مشرف کېدلو وروسته، د نبی اکرم ص له لوري سلمان ونومول شو، روزبه یا سلمان په یوه اصیله کورنۍ کې زېږېدلی وو، ځینې تاریخ پوهانو هغه د شیراز د ولایت د کازرون له سیمي او ځینو بیا د اصفهان د جي له ښار ګڼلي دي، د پلار نوم بدخشان وو چي یو زرتشتی روحاني وو او تل به یې د عبادت ځای په اور باندې د لرګیو د اېښودلو دنده درلوده، بدخشان بډایه او شتمن او د پراخو زراعتي ځمکو مالک وو، او زیات کروندګر او کارګر ورسره کار کاوه، روزبه یا سلمان په ماشومتوب کې خپل مور د لاسه ورکړ نو ځکه پلار زیاته مینه ورسره کاوه، دغه ګروهنه دومره زیاته وه چي کله ناکله پلار حتی سلمان ته د کور نه د وتلو اجازه هم نه ورکاوه، ځکه د دې اندېښنه لرله چي خدای مکړه کومه خطره یا ستونزه ورته پېښه شي، په کور کې بندي کېدا د سلمان روح ته ازار ورکاوه خو له بلې خوا دغه بندون د ژور سوچ او فکر لپاره یوه ښه فرصت وو.

د سلمان پلار، بدخشان د هر یو فرصت نه کار اخیستل څو خپل زوی ته د زرتشت مذهبی تعالیم وښیي، لیکن روزبه چي یو هوښیار او ذیرک هلک و، د اور پرستش یې یوه بې معنا خرافه ګڼله او د ځان ژغورنه یې د خپلو باورونو په بدلون کې لټول.

یوه ورځ روزبه د پلار په امر له کوره بهر ووتی چي د کلیسا د زنګ ږغ یې واورېدل، سمدلاسه د ږغ پسې لاری او کلیسا ته وردننه شو، هلته یو عیسوی راهب په لوستلو لګیا وو، روزبه د هغه کتاب په هکله پوښتنې ورڅخه وکړې، راهب په ځواب کې ورته وویل: انجیل دی چي په حضرت عیسی ع نازل شوی دی، بیا راهب ورته د عیسویت د مذهب باورنه او احکام ور وښودل، د راهب خبرې د روزبه په زړه باندې ښه ولګېدلې، هغه عیسویت ته ګروهنه پیدا کړه، روزبه د عیسویت د مذهب د پیدایښت د ځای په هکله پوښتنه وکړه او هغه عیسوی راهب د شام یا د سوریې نوم واخیستل.

کله چي روزبه کور ته راستون شو، د خپل پلار له اندېښمنې څېرې سره مخامخ شو. بدخشان چي د خپل زوی له غیبت نه اندېښمن شوی وو، کله چي کلیسا ته د هغه له ورتګ او عیسویت سره د هغه د مینې څخه خبر شو، روزبه یې په کور کې بندي کړ. روزبه په زیات محنت سره، عیسویانو ته یو پیغام ورواستول چي ورته د شام په لوري د کاروان د تلو په هکله خبر ورکړي، څه موده وروسته خبر ور ورسېدل چي یو کاروان د شام په لوری حرکت کوي، روزبه له کوره وتښتېدل او ځان یې کاروان ته ورساوه څو شام ټاټوبي ته لاړ شي، په دې توګه شام ته ورسېدل او هلته د عیسویانو مشر ته لاړ او خپله کیسه یې ورته بیان کړه، د عیسویانو مشر ورڅخه غوښتنه وکړه څو د هغه ترڅنګ پاته او په عبادت لګیا شي، سلمان هم د عیسوی مشر روحانی خبره ومنله او تر څنګ یې باته شو.

دغه روحانی مشر یو دنیا پاله سړی وو، هغه له خلګو څخه خیراتونه راټولول څو د بې وزلو تر مینځ وویشي، خو په پټه یې پیسې ځان ته ساتلې او بې وزلو ته یې نه ورکولې، هغه له یوې مودې وروسته مړ شو، د هغه په ځای بل مشر د خلګو له لوري وټاکل شو، د عیسویانو دغه نوی مشر د مخکني مشر په اپوټه د دنیا سیم او زر ته یې ګروهنه نه درلوده، تل به د خلګو په خدمت او یا هم په عبادت لګیا وو، روزبه هغه سره یې زیاته ګروهنه پیدا کړه، لیکن د انسان عمر محدود دی او دغه نیک کردار عیسوی مشر هم مړ شو او سلمان به ورپسې بې تابي کاوه، خو دغه نیک کردار عیسوی مشر له مړینې مخکې په موصل کې د یو بل مومن کس نښه ورکرې وه.

روزبه چي یوه خدای پال او حقیقت پال سړی و، ځان یې د موصل ښار ته ورساوه، یوه موده یې له دغه مومن روحانی سره تېره کړه، دغه روحانی هم خپل د عمر په وروستیو شېبو کې روزبه ته وویل چي د نصیبین ښار ته لاړ شي، روزبه دغه شان له څو عیسوی روحانیانو سره پاتي شو خو وروستی روحانی ورته د اخري زمانې د پیغمبر د راتلو زیری ورکړ او ورته وویل: زویه! ماته یو داسي ښه کس نه دی معلوم چي درته معرفي کړم لیکن ته په داسي یوه زمانه کې اوسیږي، چي وروستی پیغمبر مبعوث کیږي او د حضرت ابراهیم ع په څېر یې دین حق دی. دغه وروستی پیغمبر یوې داسي ټاټوبې ته هجرت کوي چي د خرما ونې په کښې دي او د دوو (۲) دښتونو تر مینځ پروت دی، که کولایشي ځان ور ورساوه، د اخرې زمانې د پیغمبر له نښو دا دی چي هیڅکله د صدقې یا خیرات خواړه نه خوري، لیکن تحفه قبلوي او د دوو اوږو تر مینځ د نبوت نښه لري.

یوه موده تېره شوه او روزبه جزیره العرب ته د تلو په فکر کې شو، لیکن هلته یې چا سره بلدتیا نه درلوده، یوه ورځ یې د اعرابو یو کاروان ولیدل، روزبه چي د وروستی پیغمبر د بعثت ټاوټوبي ته د تلو شوق لرل، د اعرابو له کاروان څخه غوښتنه وکړه چي یې جزیره العرب ته بوځي، روزبه هغوی ته څو پسونه او غویان ورکړ، خو د کاروان مشر چي یو ناوړه انسان وو، کله چي حجاز ته ورسېدل نو روزبه یې د مریي په توګه په یو یهودی باندې خرڅ کړ، له یوې مودې نه وروسته، د بنی قریظې له طایفې نه یو بل یهودي روزبه رانیول او له ځان سره یې خپل سیمي ته بوتل. کله چي روزبه د بني قریظې سیمې ته ورسېدل د روحانی خبره ور په یاده شوه، په سترګو کې د هیلې څرک څرګند شو او په شونډانو یې موسکا راغله، څه موده نه وه تیره شوې چي د بنی کلب له قبلیې نه یو کس راغی او روزبه یې رانیوی او له ځان سره یې مدینې ته یووړ.

یوه ورځ روزبه د خرماو په یوه باغ کې په کار لګیا و چي د ارباب له لورې یو کس ورته راغی او خبرې یې ورسره وکړې، دغه کس چي د ارباب د تره زوی وو، روزبه ته وویل: خدای د بنی قیلې قبیله لعنت کړي، د یو داسي کس په شاوخوا کې راغونډ شوی چي ځان د بشریت لارښود معرفي کوي. خلګ فکر کوي چي هغه پیغمبر دی! روزبه چي د خرما په ونې ختلی و، د دې خبرې په اورېدو سره، لړزانده شو او نژدې له ونې څخه لاندې غورځېدلې وای، خو ځان یې کنټرول کړ او بیا په چټکی سره کوز شو، روزبه له خپل ارباب نه پوښتنه وکړه: څه دې وویل ؟ څه پېښه ده؟ ارباب یې لاس پورته کړ او د روزبې په مخ د سوک ګوزار وکړ او ورته ویې ویل: ته یو مریی یې، په تا هیڅ اړه نه لري، خپل کار دې کوه.

څو ورځې تیرې شوې، تر دې چي روزبه له کار څخه فارغه شو، یو څه خرماوې راواخیستلې او د قبا سیمې ته راهی شو، هلته یې یو څو کسان ولېده چي راغونډ شوي وه، هغوی ته وویل: تاسو لکه چي نابلده او د دې سیمې نه یاست! خوړو ته ضرورت لرئ؟ ما ځان سره څه لږ خواړه راوړي دي، نذر می کړی دی چي خیرات یې کړم، نو ځان سره مي فکر وکړ چي تاسو ته یې راوړم، بیا یې د خوړو لوښه په ځمکه کښېښوده.

نبی اکرم ص خپلو اصحابو ته وفرمایل: د خدای په نامه یې وخوړئ،لیکن خپله د خوړو نه ډډه وکړه او حتی لاس یې هم نه ور غځول، روزبه ورته ځیر وو، له ځان سره یې وویل دا دی لومړۍ نښه خو صحیح وه، هغه خیرات نه خوري.

روزبه په صبا ورځ کې بیا نبی اکرم ص ته ورغی او یو څه خواړه یې له ځان سره یووړ او نبی اکرم ص ته یې په خطاب کې وویل: تېره ورځ مي ولېدل چي د خیرات له خوړو مو ډډه وکړه، نو یو څه خواړه مي راوړ چي ستاسو درناوی وکړم، بیا یې خواړه د نبی اکرم ص مخي ته کښېښاوه، نبی اکرم ص خپلو اصحابو ته وفرمایل: د خدای په نامه سره یې وخورئ، نو خپله یې هم لاس ور وغځاوه، روزبه خوشحاله شو او له ځان سره یې وویل دا دی دوهمه نښه هم صحیح وخاته، هغه دا دی تحفه قبلوي.

روزبه بیرته خپل ارباب ته راغی او څو ورځې شوې خو نبی اکرم ص ته د ورتګ لپاره یې وخت پیدا نه کړ، تر دې چي یوه ورځ د بقیع هدیرې ته د نبی اکرم ص پسې لاړل څو دریمه نښه ولټوي، نبی اکرم ص د مړۍ د ښځولو لپاره هدیرې ته ورغلی و، نبی اکرم ص دوې عباوې لرلې، یوه یې اغوستې وه او بله یې په اوږو باندې اچولې وه، روزبه سلام وکړ او د نبی اکرم ص شاته ودرېدل څو د هغه مبارک د اوږو تر مینځ د نبوت نښه ولټوي، نبی اکرم ص د روزبې په نیت پوه شو او عبا یې له اوږو نه لیرې کړه، روزبه د نبی اکرم ص د اوږ و تر مینځ د نبوت نښه ولېده او په دې توګه یې دریمه نښه هم پوره شوه، روزبه په ژړا شو او د نبی اکرم ص په پښو کې پرېوتی او د هغه مبارکې پښې موچولې او په همهغه ځای کې یې ایمان راوړ.

نبی اکرم ص روزبه ته په خطاب کې وفرمایل:  راشه زما تر څنګ کښینه او زما ملګرو ته خپله حیرانوونکې کیسه بیان کړه، روزبه د نبی اکرم ص په امر سره، خپله ټوله کیسه اصحابو ته وکړه، د روزبه نوم په سلمان فارس بدل شو، سلمان د لمانځه او روژې په شمول د دین احکام زده کړ، یوه ورځ یې د خپلو مخکني عیسوي ملګرو یادونه وکړه چي د اخرې زمانې د پیغمبر د بعثت په انتظار یې کاوه خو له بعثت نه مخکې مړه شوي وه، یو کس راولاړ شو او وویل: هغه ستا ملګرې به دوږخ ته لاړ شي، دغه خبره په سلمان ښه نه ولګېده ځکه چي هغه پوره باوري وو چي ایمانداره عیسوي ملګرو یې که ژوندي وای نو هرو مرو به یې په نبی اکرم ص ایمان راوړي وای.

په دغه وخت کې د بقرې د مبارکې سورې ۶۲ ایت نازل شو: «إِنَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ الَّذِینَ هادُوا وَ النَّصارى‏ وَ الصَّابِئِینَ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَ الْیَوْمِ الْآخِرِ وَ عَمِلَ صالِحاً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَ لا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لا هُمْ یَحْزَنُون‏ : يقينًا هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې يهوديان شوي دي، او نصرانيان او صابيان دي، هر هغه چا چې پر الله او پر ورځ د اخرت ايمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نيز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمجنېږي.»

نو په دې دلیل سره هغه کسان چي رېښتنی ایمان درلودل خو د نبی اکرم ص له بعثت نه مخکې مړه شوي او یا هم نبی اکرم ص درک کړی نه وي د مومنانو په څېر د خپل رب په نېزد کې ورته اجر شته.