امریکا د ایران اسلامي جمهوریت ته نوی متن رالیږلی دی
May 21, 2026 04:06 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران لخوا امریکا ته د څوارلس ماده ئیز متن له استولو وروسته اوس امریکا هم یوځل بیا د پاکستان په مینځګړیتوب سره ایران ته یو نوی متن رالیږلی دی.
د ایران مرکچي ډلې ته یوې نږدې سرچینې له تسنیم خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د ایران د څوارلس ماده ئیز متن له استول کیدا وروسته چې په تیرې سه شنبې ورځې ترسره شول امریکا یوځل بیا د پاکستان په وسیله ایران ته یو متن رالیږلی دی.
دغه سرچینې وویل ایران د امریکا په دغه متن باندې د غور کولو په حال کښې دی او تهران تراوسه ځواب نه دی ورکړي.
په تهران کښې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یوبل ته د ایران او د امریکا د متنونونو د نږدې کولو هڅه کوي.
ټیګونه