کورونا ناروغۍ ډیرې ستونزې رامینځته کړي دي
زمونږ خبریال وايي د چین په ووهان ښار کښې چېرې چې لومړۍ کورونا ویروس رامینځته شوی و د یوه شپږویشت (۲۶) کلن سړي زوهو وزن د کار او کسب د بندیدا په وجه په پینځو (۵) میاشتو کښې سل (۱۰۰) کلوګرامه زیات شوی دی او هغه اوس د دغه ښار ترټولو زیات وزن لرونکی سړی ګڼل کیږي .
له کورونا ساري ناروغۍ مخکې هم د چین دغه ښاریز چاق و او د هغه وزن څه دپاسه سل (۱۰۰) کلوګرامه و .
د چین دغه ښاریز له کور څخه بهر تله او ورزش یې کاوه او خپل وزن یې چیک کاوه خو چې کله په ووهان ښار کښې کار کسب بند شو هغه یوه(۱) ورځ هم له کور څخه بهر لا نه ړ او په دې موده کښې د هغه وزن سل(۱۰۰) کلوګرامه نور زیات شو او اوس د هغه وزن دوه سوه اتیا(۲۸۰) کلوګرامو ته رسیدلی دی .
ډاکټران وايي د چین دغه ښاریز د چاقۍ په وجه ډیر مرضونه لکه د کولمو درد ، د زړه درد او د وینې فشار لري .