سعودي ائتلاف د يوې يمني ډرون الوتکې د نسکورولو ادعا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102104-سعودي_ائتلاف_د_يوې_يمني_ډرون_الوتکې_د_نسکورولو_ادعا_وکړه
سعودي ائتلاف د دغه هېواد په جنوب کښې د يمني ځواکونو د يوې ډرون الوتکې د ليدو او نسکورولو ادعا وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2021 01:26 Asia/Kabul
  • سعودي ائتلاف د يوې يمني ډرون الوتکې د نسکورولو ادعا وکړه

سعودي ائتلاف د دغه هېواد په جنوب کښې د يمني ځواکونو د يوې ډرون الوتکې د ليدو او نسکورولو ادعا وکړه.

د روسيااليوم خبري سائيټ د رپوټ له مخې سعودي ټي وي چېنل پرون وويل چې د رياض د قوماندانۍ لاندې عربي ائتلاف يوه بم اېښودل شوې ډرون الوتکه چې له يمن څخه د سعودي د جنوب د جازان په لور د الوت په حال کښې وه وليدې او نسکوره کړې شوه.

سعودي ائتلاف بې له څه ثبوت او سنده الحوثي غورځنګ په عامه خلقو باندې په حملو تورن کړاو وې ويل د خپلو ښاريزو د سر ساتنې لپاره به عملي اقدامات ترسره کړي.

سعودي ادعا په داسې حال کښې ده چې د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيی سريع تل تاکيد کړے دے چې د يمن دغه دفاعي حملې د يمن په خلاف د سعودي ائتلاف د ځواکونو د تيريو او محاصرې په ځواب کښې دي.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.