د دبۍ په جبل علي بندر کښې سخته چاودنه
Jul 08, 2021 04:09 Asia/Kabul
رسنيو د دبۍ په جبل علي بندر کښې له چاودنې وروسته د اورلګېدو خبر ورکړ.
آناتولي خبري آژانس نن سحر وختي اعلان وکړ چې په جبل علي بندر کښې د کيشتۍ په دننه کښې د يو کېنټينر د چاودېدو له امله دغه اورلګېدنه رامنځته شوه.
العربيه چېنل هم د دبنۍ په جبل علي بندر کښې په يوې تجارتي کيشتۍ کښې د اور لګېدو خبر ورکړے دے.
زيات تفصيلات لا نه دي خپارۀ شوي.
ټیګونه