عربستان د لبنان د حکومت د جوړیدا خنډ دی
ایرنا خبري اژانس وايي د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان چې هیواد یې د لبنان د کابینې د نه جوړیدا او د دغه هیواد د مشکلاتو د نه حل کیدا اصلي خنډ دی د لبنان په کورنیو چارو کښې په لاسونکو څرګندونو کښې ادعا وکړه د لبنان اصلي مشکل په دغه هیواد د خپلې سلطې د تپلو لپاره د حزب الله غورځنګ هڅه ده .
فیصل بن فرحان پرون د لبنان د کابینې د جوړیدا له بندون سره په مخامخ کول کښې د سعودي عربستان کارړنګونو ته له اشارې پرته وویل د لبنان له سیاسي ګوندونو غواړو چې له حزب الله غورځنګ سره مقابله وکړي .
د سعودي عربستان د خارجه وزیر فیصل بن فرحان دغه له حقیقت څخه لیرې ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږي چې د لبنان د مسائیلو کارپیژاندي باوري دي سعودي عربستان په لبنان کښې د کورني جنګ د رامینځته کولو کوشش کوي او ریاض په پاریس کښې د لبنان د سفیر مصطفی ادیب لخوا د کابینې په جوړولو کښې د خنډ د جوړولو یو (۱) مهم عامل دی .
سعودي عربستان له صهیونیسټ رژيم او ځینو نورو هیوادونو سره یوځای په غږمله سیاسي لورو باندې د نفوذ او دباو په اعمالولو سره د یوه(۱) کارنده او قدرتمن حکومت په جوړولو کښې د لبنان د خلکو هر ډول فیصله او اقدام شنډ کړی دی او لبنان یې یرغمل کړی او د ملي او د قدرتمن حکومت د جوړیدا مخه یې نیولي ده .